1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ فروردین ۳۱, شنبه

د کتاب د نړیوالې ورځې له رارسېدو سره د «کتاب ښار» په نامه کلتوري بنسټ په کابل کې د کتابونو یو ننداتون جوړ کړ. د دې نندارتون موخه په افغاني ټولنه کې د کتاب د لوستلو د کلتور پياوړي کول ښوول شوي دي.

https://p.dw.com/p/18Jtb
These photos indicate a book exhibition held in Kabul on 20 April 2013 under the title of "Book City". ***These photos are taken by Hussain Sirat, the DW correspondent in Kabul. All rights reserved for DW.***
Buchveröffentlichung in Kabulانځور: DW/H. Sirat

د کتاب ښار تر عنوان لاندې د کتابونو دغه نندارتون به یوه اوونۍ د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي. په دې نندارتون کې د بیلابیلو کتابونو د معرفي کولو تر څنګ، ټاکل شوې ده چې د کتاب د لوستلو له پاره د خلکو د هڅونې په برخه کې هم ځینې پروګرامونه ترسره شې.

دغه نندارتون به یوه اوونۍ دوام وکړي.
دغه نندارتون به یوه اوونۍ دوام وکړي.انځور: DW/H. Sirat

په دې نندارتون کې ۱۳۰۰۰ کتابونه ننداری ته ایښودل شوې دي. پر هغو کتابونو سربیره چې په افغانستان کې چاپ شوې له پاکستان او ایران څخه وارد شوي کتابونه او ځیني انګلیسي کتابونه هم په نندارتون کې موجود دي.

نجیب الله منلي چې د دغه نندارتون له جوړونکو څخه دی خبریالانو ته وویل چې په دغه نندارتون کې هڅه کیږې چې د کتاب پلورونکو او خپرونکو ادارو ترمنځ همغږي رامنځ ته شي. ښاغلي منلي زیاته کړه: «تر اوسه پورې په هیواد کې د کتاب د لوستلو کلتور وده نه ده کړې، موږ غواړو چې کتاب پلورونکي او خپرونکي، د ګډې همکارۍ په روحیي سره کار وکړي.‎»

ښاغلي منلي وویل چې که چیرې په هیواد کې کتابونو ته اړتیا پوره شي، نه یوازې دا چې کلتور ودې او پرمختګ ته لاره هواریږي، بلکې په زرګونه افغانانو ته هم د کار زمینه برابریږي. همدرنګه منلي له افغان حکومت څخه وغوښتل چې پر کتابونو دې مالیه راټیټه کړي ترڅو په دې توګه په هیواد کې د کتاب چاپولو ته لاره هواره شي.

سره له دې چې په ورستۍ لسیزې کې ډېر شمېر چاپخانو او خپروونکو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړې دي، خو بیا هم په ایران کې د چاپ شویو او انګلیسي کتابونو بازار ډیر تود دی.

د نندارتون جوړوونکي وایي چې غواړي د کتاب لوستول فرهنګ ته وده ورکړي.
د نندارتون جوړوونکي وایي چې غواړي د کتاب لوستول فرهنګ ته وده ورکړي.انځور: DW/H. Sirat

ښاغلي منلي زیاته کړه چې هر کال په افغانستان کې یو میلیون جلده کتابونه پلورل کیږي خو سره له دې هم په بازار کې د اړتیا وړ کتابونو کمۍ لیدل کیږي. هغه زیاته کړه: «هغه کتابونه چې موږ ورته اړتیا لرو، هغه بازار ته ډېر لږ وړاندې کیږي، که چیرې موږ اړتیاوې په ګوته کړو، تقاضا به ډیره لوړه شي.»

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستیال غلام نبي فراهي افغانان دې ته وهڅول چې په خپلو کورنو کې کوچني کتابتونونه جوړ کړي: «زه باور لرم چې ډېر کسان له کتاب سره لیوالتیا لري. تر ټولو ښه ملګری کتاب دی او ښه ده چې انسانان د کتاب د لوست سره مینه ولري.»

ټاکل شوې ده چې په دې نندارتون کې فعاله لیکوالانو او خپرندویه ادارو ته انعامونو هم ورکړل شي.