1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د ناټو الوتکي سقوط کړی دی

۱۳۸۹ بهمن ۱۶, شنبه

د ناټو اړوند یوه چورلکه چی په افغانستان کی یی د نړ یوال سوله ساتونکي ځواک د ماموریت په چوکاټ کې کار کاوه تیره شپه ناوخته د پلازمیني په ختیځه څنډه کی را ولویده.

https://p.dw.com/p/QySA
انځور: AP

په کابل د ایساف مطبوعاتي دفتر دویچي ویلي ته وویل چی دغه چورلکه د خاک جبار په سیمه کی له بیړنۍ ناستي سره مخ سوي ده .

سرچیني وویل چی د پيښي پر مهال یوازي دوه تنه ژوبل سوي چی د چورلکي پیلوټان ول.

سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې چورلکه زيانمنه او دوه پيلو‌ټان يې ټپيان شوي دي.
ايساف په دې پېښه کې د وسلوالو مخالفينو لاس لرل رد کړل او زياته يې کړه، چې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

خو وسله وال طالبان او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند چریکان بیا وايي چی دغه چورلکه دوي ویشتلي ده .

دغه هليکوپتر پر داسي محال لویدلی چی په پلازمینه کابل او اړوندو سیمو کی له تیرو دریو ورځوراهیسي وقفه یی ورښتونه روان دي اوهوا هم چندان مناسبه نده .

د طالبانو یوه نطاق ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چی دغه چورلکه دوي نسکوره کړي ده اوپکي سپاره ټول سپرلي یي له مینځه وړي دي.

مجاهد که څه هم د دغه رپوټ تر جوړیدو پوري په دقیقه توګه نه پوهید چی دغه چورلکه د کابل د ختیځ په کومه سیمه کی لویدلي خو ټینګار يي وکو چی دغه کار د دوي د ملګرو له لوري سوی او چورلکه له پورته کیدو وروسته د دوي د ځمکنیو پلویانو تر تعقیب لاندي وه.

له دې مخکې د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې او څېړنو رييس محمد ظاهر ویلي چې دغه پوځي چورلکه تېره نیمه شپه د لته بند په سيمه کې غورځېدلې ده.

ویل کیږي چی دغه چورلکه د څوکۍ کلي ته نږدي د عمده واټ تر څنګ لویدلي ده .

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې مخکې د کابل د څرخي پله په سيمه کې هم د ايساف يوه فوجي چورلکه د جلال اباد سړک ته نږدې د ٢٠١ سيلاب قول اردو پر ديوال لګیدلي وه چی د ایساف پر وینا په پیښه کی د دوي سرتیرو ته زیان نه وو رسیدلی.

په تیرو څومیاشتو کی د بهرنیو ځواکونو قوماندانانو د طالبانو لاس ته د الوتکو ضد توغندیو د لویدو په اړه ویره څرګنده کړي ده .

هغوي څو څو ځله په خپلو مرکو کی ویلي چی دوي داسي شواهد تر لاسه کړي چی د افغانستان په جنوب کی طالبانو د دوي پر چورلکو د هغو توغندیو ګزارونه کړي چی له ځمکي څخه هوا ته توغول کیږي.

ميرويس جلالزی / کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی