1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې د عراق سفارت د موټر بم هدف ګرځیدلی

۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبه

افغان پولیس وایي چې یوه موټر بم په کابل کې د عراق سفارت خپل هدف ګرځولی دی. تر چاودنې وروسته د پیښې په سیمه کې وسله والې نښتې روانې دي. تر اوسه پورې د تلفاتو په اړه کره معلومات نه شته.

https://p.dw.com/p/2hQC2
Afghanistan Kabul Anschlag irakische Botschaft
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د پولیسو دوو چارواکو ویلي دي چې برید کوونکو په کابل کې د عراق سفارت ته د ننوتو هڅه وکړه او کله چې په دې کار و نه توانیدل نو له سفارته بهر یې خپل موټر بم وچاوه.

عینې شاهدان وایي چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې ډزې پیل شوې دي چې د دې رپوټ د لیکولو تر مهاله یې دوام لاره.

Afghanistan Kabul Anschlag irakische Botschaft
تر چاودني وروسته له سيمي د خلکو تېښتهانځور: Reuters/M. Ismail

د کورنیو چارو وزارت دغو دوو چارواکو د نوم د نه بربنډولو په شرط له اسوشیتد پرس خبری آژانس سره په دې اړه خبرې کړې دي.

افغان امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او سيمي ته امبولانسونه هم رسېدلي دي دي.

Afghanistan Kabul Anschlag irakische Botschaft
افغان امنيتي ځواک په سيمه کيانځور: Reuters/M. Ismail

د يرغل مسئوليت افراطي ډلي داعش د دوی د پلوي خبري آژانس «اعماق» له لاري منلی دی.