1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د روسيې سفير په افغانستان کې د غرب په پاليسي نيوکه کړی ده

۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۷, جمعه

د سپتمبر د۱۱ نيټی له ګوذارونو څخه وروسته، په افغانستان باندی د آمريکا په مشرۍ د اتلافی ځواکونوله بريد څخه پخوا، په دغه هيواد کی چا ځانمرګی بريدونه نه پيژندل۰

https://p.dw.com/p/E12r
په روسيه کې د قدرت مرکز، د کريمل مانۍ
په روسيه کې د قدرت مرکز، د کريمل مانۍانځور: Maksim Nelioubin

پداسی حال کی چی دا اوس د افغانستان ورځنی حالت ګر ځيدلی دی۰ حتی ۸ المانی عسکر هم په افغانستان کی د ځانمر ګيو ګوذارونو قر بانيان ګر ځيدل دی ۰ په کابل کی د روسیی د سفير ضمير کابلوف په نظر ځانمرګی بريدونه چی د چاودونکو واسکټونو، او د موټر بمونو په واسطه کيږی، د دی يو سند دی چی د هيوادونو نړ يواله ټولنه د افغانستان لپاره، کومه طرحه نلری۰ د روسيی سفير کابولوف وایی:

د روسيي داسی اشتباه نشته چی د هيوادونو د نړيوالی ټولنی لخوا نوی تکرار شوی۰

دروسيی سفير یو قدم نور هم وړاندی ځی او وايي چی:

لويديز له شوروی اتحاد څخه هم سختی نوی اشتباه ګانی کړیدی۰

شوروی اتحاد د ۱۹۷۹ او۱۹۸۹ کلونو ترمنځ له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډير عسکر د هغه مهال د کمونيستی رژيم د ملاتړ له پاره په افغانستان کی ځای په ځای کړي وو۰ خو د شوروی اتحاد قبضه کونکو د افغانی مجاهدينو په وړاندی چی د خپلی عقيدی او دود دستور لپاره يي مبارزه کوله سخته ماته وخوړه۰

نړيوال سوله ساتی پوځ آيساف، چی د ملګرو ملتود موسسی لخوا ماموريت لری چی د سولی امنيت تامين کړی ،او د شمالی اطلس د دفاعی تړون تًرقوماندی لاندی په افغانستان کی خدمت کوی، په هغه هيواد کی ۵۰۰۰۰ عسکر لری. سربيره پردی د آمريکا د متحده ايالتونو په مشرۍ د ترور په ضد د اتلاف ۱۳۰۰۰ عسکر هم په هغه هيواد کی شته دی۰ د دوی د دندو تر منځ توپير شته خو د روسیی د سفیر ضمير کابلوف په نظر افغانان پدی توپیر باندی نه پوهيږی۰اوزياتوی:

لکه هماغسی چی هغه مهال روسيی ته دقبضه کونکی ځواک په سترګه کتل کيدل ،اوس دغو دواړو قواوو ته هم دقبضه کونکی په سترګه کتل کيږی۰دی دلويديزو هيوادواشتباه ګانی شميری پداسی حالکی چی ، د ده په دفتر کی د شوروی اتحاد دعسکرو ويډيو ګانی چليږی دی زياتوی :

لويديز د افغانستان ولس ته په کمه سترګه ګوری۰ د هيوادونو نړيواله ټولنه نه په افغانانو باندی اعتبارلری ، اونه فکرکوی چی دوی به کوم کار وکولای شی ۰لويديز داسی فکر کوی چی، دهغه هيواد له خلکوڅخه دوی بهتره دی۰ سربيره پردی د دغه هيواد په ټولنيز اوقامی جوړښتونو، اوهم په دين، اودودونو دستورونو باندی معلومات نلری۰ ضمير کابلوف ددی وضعی له امله خپل رضاييت نشی پټولای ، په کابل کی د روسیی سفير په غير ديبلوماته توګه پدی خوشحالی څرګندوی چی: روسيی ایساف ته د خدمت لپاره خپل عسکر ندی استولی۰