1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې اعدام شوي کسان څوک دي؟

حسین سیرت۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

دویچه ویله داسې یوه سند ترلاسه کړی دی چې په کې په کابل کې د اعدام شویو کسانو هویت څرګند شوی دی. د دغه سند پر اساس د اعدام شویو کسانو په ډله کې یو د القاعدې غړی، یو د حقانې شبکې غړی او څلور طالبان شامل دي.

https://p.dw.com/p/1Ik24
Afghanistan Liste Taliban Hinrichtungen
انځور: Ouelle Presidential Office

دغه سند له یوې معتبرې سرچینې څخه دویچه ویله ته استول شوی دی چې خپل نوم بربنډیدل یې نه دي غوښتي.

د اعدام شویو کسانو هویت

د القاعدې غړی خان آغا مشهور په عبدالرحمان: دغه کس پر عبدالله لغماني او حمیدالله باندې د ترهګریز برید په تړاو محکوم بلل شوی دی. عبدالله لغماني د ملي امنیت د ریاست مرستیال او حمیدالله د لغمان ولایت د ۲۵ امنیت مدیر وو چې د برید په پایله کې ووژل شول.

حمیدالله د طالبانو د ډلې غړی: دغه کس د سولې د عالي شورا پر پخواني مشر برهان الدین رباني باندې د برید په تړاو اعدام شوی دی.

د حقاني شبکې غړی محمد اسماعی: دویچه ویله ته په رسیدلي سند کې راغلي دي چې دغه کس د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې پر یوه سوپر مارکیټ باندې د برید په تړاو په اعدام محکوم شوی وو او د یکشنبې په ورځ پرې دغه حکم پلې شو.

د طالبانو غړی حجت الله: په سند کې راغلي دي چې دغه کس د کابل په پغمان ولایت کې په یوه کاستر موټر کې د چاودنې په جرم چې په پایله کې یې نهه تنه ملکیان وژل شوي، اعدام شوی دی.

د طالبانو غړی محمد عثمان: د دغه کس جرم د پکتیا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ماین ځای پر ځای کول په ګوته شوي دي چې په پایله کې یې د پولیسو اوو تنو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د طالبانو غړی اکمل: د دې کس جرم پر سردار محمد داود خان روغتون باندې برید په ګوته شوی دی. په دې برید کې څلور تنو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۲ تنه نور ټپیان شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب