په کابل کې استرالیایي ښځه برمته شوې ده
۱۳۹۵ آبان ۱۶, یکشنبهد کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي، ویلي دي چې دغه پاکستاني الاصله استرالیایي چې شنبې شپې ناوخته برمته شوې ده. د رحیمي په خبره دغه نجلۍ د برمته کیدو پر مهال له خپل موټر چلوونکي سره وه. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د هغې پر افغان موټر چلوونکي باندې څه شوې دي.
رحیمي ویلي دي: «موږ د برمته نیونې په دې پیښه کې ډیر پرمختګ کړی دی [...] خو اوس زه نه شوم کولای هغه له تاسو سره شریک کړم.»
یوه بل افغان چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې برمته شوې ښځې ۴۰ کاله عمر لره او د ACBAR له دفتر سره یې کار کوه.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي دي چې سفارت یې په دې اړه بیړنۍ څیړنې کوي. په دې اړه په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «موږ استرالیانو ته سپارښتنه کوو چې افغانستان ته له خطره د ډیر ډک امنیتي وضعیت او همداراز د برمته کیدو د ګواښونو له کبله سفر و نه کړي.»
د روان کال په اپریل میاشت کې هم د په ننګرهار ولایت کې یوه استرالیایي ښځه برمته شوېوه چې بیا د اګست په میاشت کې آزاده شوه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.07.2015):