1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کی د ایران پر ضد مظاهره وشوه

۱۳۸۹ دی ۱۷, جمعه

نن په کابل کې په سلهاو وګړو د ایران او افغانستان په پوله کی د تیلو د ټانکرو د نیول کیدو په ضد لاریون وکړ. د ایران لخوا د تیلو په زرهاو لاریو د بندیز له امله په افغانستان کې د تیلو بیې ډيرې لوړې شوي دي.

https://p.dw.com/p/QocG

د عامو وګړو لاریون د ایران د سفارت مخې ته تر سره وشو. هغوی د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چی ایران باندی فشار راړوی ترڅو هغو د تیلو هغو ټانکرونو ته اجازه ورکړی چی له څه د پاسه دوو اونیو را په دی خوا د ایران او افغانستان په ګډه پوه کی بند ساتل شوی دی.

د رپوټونو له مخی د ایران د پولی په خوا کی څه ناخه 2000 ټانکرونه تم کړای شوی دی. د تیلو په ټانکرو دا غیر رسمي بندیز دوه اوونۍ دمخه لګول شوې وو.

یوه افغاني چارواکي وویل چی ایران دوي ته ویلي دي چې د تیلو دا لارۍ یی د خپل ملی امنیت د دلایلو له امله درولی دي، د دې خبره څخه هدف ښایی دا وي چی ایران شک لری چې دا لارۍ په افغانستان کی د ناټو ځواکونو ته تیل لیږدوي . خو افغان چاواکي په بیا بیا دا خبره کوي چې دا تیل د ملکی مصرف کونکو لپاره دي.

په کابل ښار کي د تيلو په پلورنځيو کي د يو ليټر پترولو بيه 85 افغانۍ او د ډيزلو 68 افغانيو ته رسيده. هغوی ګواښنه کوي چي که حالت همداسي روان وي په ملک کي به اقتصادي بحران رامنځ ته سي.

افغانستان د سيمي په کچه يو داسي مصرفي هيواد شميرل کيږي چي خپل د اړتيا وړ ډير مواد له ګاونډيو هيوادونو په خاصه توګه ايران اوپاکستان څخه واردوي.

که څه هم د ولسمشرکرزي مرستيال مارشال فهيم د دغه ستونزي د هوارولو لپاره ايران ته کابو دوه اونی مخکی سفر درلودی خو داسي ښکاري چي ايران لا هم خپله پوله نده پرانيستې.

د ولسمشر کرزي پخوانی وياند وحيدعمر د اونی په پیل کی په يوه خبري غونډه کي وويل چي د ولسمشر له لوري د دغي لانجې د هوارولو لپاره يوه کمېسيون ته لا وختي دنده سپارل سوي تر څو د ديپلوماتيکو کانالونو له لاري د ايران له اسلامي جمهوريت سره دغه لانجه هواره کړي.

د سوداګرۍ د خونو چارواکي بيا وايي چي د تيلوبيه په نړيوالو بازارونو کي ثابته ده. هغوی افغان دولت د ستونزو د مخ نيوي په برخه کي په ټګۍ تورنوي.

د سوداګرۍ د خونو مرستيال خان جان الکوزی وايي چي د ملک په بازارونو کي د تيلو د بيي د لوړيدو لامل د دولت ټګي او په ورته وخت کي د اقتصادي مافيا له لوري د بازارونو ولکه کول دي.

که څه هم افغان حکومت وايي چي دوی له ايران سره د دغه لانجې په هوارولو خبري پيل کړي خو د تيرولسو ورځو راهيسي لا هم افغاني ټانکرونو ته د راتګ لپاره د ايران پوله نده پرانيستل سوې.

په لويديځ هرات کي د اسلام قلعه او تورغونډۍ له بندرونو څخه به په نور مال ډول هره ورځ په سلګونو ټانکر تيل افغانستان ته وړل کيدل خو اوس يوازي ترکمنستان هغه هيواد دی چي افغانستان ته تيل پريږدي.

آژانسونه/ میرویس جلال زی

کتونکی: عبدالباری حکيم