په کابل کی د آلمان د سوله عسکرو او د آلمان د فوتبال د ملی تیم د ښوونکی ترمینځ تلویزونی مرکه
۱۳۸۵ خرداد ۳۱, چهارشنبه
د آلمان د ملی تیم د ښوونکی کلینزمن او په کابل کی د آلمانی سوله ساتو عسکرو د خبرو غټ ټکی مو راخیستی دی.
کلینزمن دخپلو خبرو په سر کی وویل:
“د ملی تیم په نمایندگی د زړه له کومی مننه کوم چی دا امکان برابر شوو تر څو له خپلو ملگرو سره په کابل کی یو څو شیبی خبری وکړو . او همدا راز په کابل او د نړی په گوټ گوټ کی زمونږ له تیم څخه د مینه والو ملاتړ ته کور ودانئ وایم .”
د آلمان د ملی تیم ښوونکی مخکی له دی چی په کابل کی د خپل هیواد عسکرو پوښتنو ته ځوابونه ووائی وویل:
کلینزمن:” په لومړی سر کی به زه له تاسو څخه وپوښتم چی تاسی هلته په کابل کی څنگه یاست ”:
په کابل کی د آلمانی عسکرو په استازیتوب یوه په ځواب کی وویل:
“ ښاغلی کلینز من له تاسو څخه مننه چی د دی تلویزونی مرکی لپاره مو امکانات برابر کړل . مونږ ټول ښه ، روغ او رمټ یو او دلته له خپل ماموریت سره سم کار کوو.”
“ کلینز من: “څومره وخت کیږی چی له خپلو کورنیو څخه لیری یاسی” :
د عسکر ځواب:” دلته زمونز په قطعه کی هر یو د خپلی دندی له مخی د مختلف وخت لپاره په خدمت بوخت دی، خو په عمومی توگه هر یو دری تر دری نیمی میاشتو پوری دلته تیرو..
کلینزمن:” ډیر ښه.... زمونږ هم هیله دا ده چی دلته د فوتبال په لوبو کی بریالی شوو ډیر گولونه ووهو ، ستاسو د خو ښی لپاره په کابل کی! ستاسو له ملا تړ څخه مننه !
له هغی وروسته په کابل کی د یو آلمانی عسکر دی پوښتنی په ځواب کی چی آ یا د آلمان ملی تیم به وکړای شی په نورو لوبو کی هم اوسنی قوت وساتی او په لوبو کی بریالی شی، کلینز من وویل :
کلینز من : “ هو ! مونږ لپاره ډیره گرانه نه ده چی خپل اوسنی قوت وساتو..... مونږ د راتلونکو لوبو لپاره ډیر تیاری نیولی. تقریبا پنځه نوری لوبی ښائی په مخکی ولرو. زه او زما د تیم غړی هر ورځ سپورت او تمرینونه کوو. د فوتبال په لوبه کی د خپل تیم لپاره د بریالیتوب په هیله!