1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي چاودني د ملي اردو ۴ عسکر وژلي

آ‌ژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۲۹, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چي په کابل کي د سړک د غاړي بم په چاودنه کي څلور تنه د ملي اردو عسکر وژل سوي او د شپږو تنو ملکي وگړو په گډون ۱۲ کسان نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1DZ21
انځور د بلي پيښي دئ
انځور: Reuters/Omar Sobhani

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۲۱مه) په کابل کي د ملي اردو عسکرو د انتقال پر بس باندي د سړک د غاړه ماين په چاودنه کي چي له ليري کنترولېدی دغه مرگ ژوله رامنځ ته سوې ده. پېښه نن سهار وختي د کابل په لوېديځه سيمه کي رامنځ ته سوې ده.

د دفاع وزارت ويلي دي: «په دغه پيښه کي د ملي اردو ۴ عسکر وژل سوي او ۱۲ کسان نور ټپيان دي، چي شپږ تنه يې غير پوځيان دي.»

د پيښي پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د غي ډلي د تويتر له لاري ادعا کړې ده چي بريد د دوی له خوا تر سره سوی دی.

تير کال د افغان امنيتي ځواک تلفات د وړم کال په پرتله څلور برابره زيات ول. د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي چي په مارچ مياشت کي ئې له رسنيو سره شريک کړي ول، ښيي چي د دغه ځواک تلفات ۴۴۵۱ کسان ول.

وروسته له هغه چي د افغانستان د ډيرو برخو امنيتي مسئوليت افغان امنيتي ځواک پرغاړه اخيستی دی، په تلفاتو کي ئې هم ډېرښت راغلی دی.

د امريکايي پوځي چارواکو د اټکلونو له مخي يوازي سږ کال له ۷۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ پوري کسان افغان امنيتي ځواک تلفات ورکړي دي.

په پلان کي ده چي د روان کال تر پايه پوري به له افغانستان څخه ټول نړيوال جنگي ځواک ووځي او د دغه هيواد ټول امنيتي مسئوليت به پخپله افغان امنيتي ځواک پرغاړه واخلي.

خو کار پوهان په دې نظر دي چي افغان امنيتي ځواک د دې جوگه نه دی چي دغه دروند بار ته په يوازي سر اوږه ورکړي.

په پلان کي ده چي په ۲۰۱۵م کال کي به په افغانستان کي يو بل بهرنی ماموريت پيل سي چي موخه به ئې د افغان امنيتي ځواک روزل او تجهيز وي.

په دغه ماموريت کي چي نژدې ۱۳۰۰۰ عسکر به ونډه ولري، ۹۸۰۰ به ئې د امريکا متحدو ايالاتو وي. آلمان هم پتېيلې ده چي په ۸۰۰ عسکرو سره په دغه ماموريت کي گډون وکړي.

دغه ماموريت به د ۲۰۱۶م کال ترپايه پوري دوام وکړي او تر هغه وروسته به ټول دبادني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.