په کابل کي چاودنو درې کسان وژلی او په لسونو نور ټپيان کړي
۱۳۹۵ اسفند ۱۱, چهارشنبهلومړی بريد د کابل په شپږمه حوزه کي د يوه پوځي ښوونځی مخي ته د موټر بم چاودنه وه. په دغه سيمه کي پر نورو ادارو سربيره د افغانستان پارلمان، امريکايي پوهنتون او امنيتي موسسې موقعيت لري.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستیال نجيب دانش د جرمني خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي په دوهمه پېښه کي يوه ځانمرگي بريد کوونکي د کابل په لوېديځ کي د افغانستان د ملي امنيت ادارې پر يوه ودانۍ بريد کړی.
د لومړيو راپورونو له مخي په اوله چاودنه کي حتی د پنځو کسانو د وژل کېدو او تر ۵۰ زياتو کسان د ټپيانېدو خبره کيږي سوي او په دوهمه چاودنه کي يو کس وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي.
د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح ويلي دي چي د لومړۍ پيښي ټپيان روغتونو ته لېږدول سوي دي.
په کابل کي بيا عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي دي چي د دغه ښار په لوېديځ کي تر درنې چاودني وروسته ډزونه هم اورېدل کېدل.
رويترز خبري آژانس بيا ليکلي دي چي وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چي د چهارشنبې په ورځ په کابل کي پر استخباراتو او پوځيانو بريدونه کړي دي.
د پوليسو يوه چارواکي تائيد کړې ده چي د کابل په لوېديځه برخه کي تر چاودني وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو بريد کوونکو تر منځ وسله واله نښه سوې ده. دغه چارواکي چي د خپل نوم له ښوولو څخه ئې ډډه کړې ده، ويلي دي چي جنگ د دغي حوزې د پوليسو ماموريت ته څرمه سوی.
د کابل په ختيځ کي د ملي امنيت ادارې پر يوه ودانۍ باندي د بريد په اړه د ۱۱۱ قطعې قوماندان عبدالناصر ضيايي ويلي دي: «دوه تروريستان ودانۍ ته ننوتي، يوه ئې ځان چولی او دوهم ئې پر امنيتي ځواکونو ډزونه کړي.»