1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرگي بريد ۴ تنه وژلي او ۳۵ ټپيان دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۱۹, یکشنبه

په کابل کي د بهرنيو ځواکونو پر کاروان باندي په ځانمرگي بريد کي څلور تنه ملکيان وژل سوي او ۳۵ کسان نور ټپان سوي دي. د پيښي پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/1Cs3j
انځور: picture-alliance/AP Photo

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپله ټولنيزه پاڼه تويتر کي ليکلي دي چي پيښه د يکشنبې په ورځ غرمه مهال د کابل ښار د ۶ امنيتي حوزې په سيمه کي رامنځ ته سوې ده.

د کابل د امنيې قوماندانۍ د معلوماتو له مخي په دغه پيښه کي «دوه کوچنيان، يوه ښځه او يو نارينه وژل سوی او ۳۵ کسان نور ټپيان سوي دي.»

د کابل پوليسو ويلي دي چي د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان باندي په تر سره سوي بريد کي د لومړنيو راپورونو له مخي د هغوی موټرو ته زيان رسېدلی دی خو تلفات نه لري.

د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. د دغي ډلي يوه وياند په کابل کي رسنيو ته په لېږلي پيغام کي ويلي دي چي بريد د دوی له خوا تر سره سوی دی.

د ناټو ځواکونو ويجاړ سوي موټر
د ناټو ځواکونو ويجاړ سوي موټرانځور: Reuters

د سيمي يوه دوکاندار د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي «چاودنه دومره پياوړې وه چي په سيمه کي د ټولو دوکانونو هنداري ماتي کړي دي.»

ويل کيږي چي په سيمه کي ډير خلک په وينو لړلي ليدل سوي دي او ډير موټر ويجاړ سوي دي.

طالبانو ويلي دي چي دوی به د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ضد خپلو بريدونو ته دوام ورکړي او تر هغه وخته به يې نه پرېږدي تر څو له دغه هيواده وتلي نه وي.

ناټو په پلان کي لري چي د روان عيسوي کال تر پايه پوري خپل ټول جنکي ځواکونه له دغه هيواد څخه وباسي. او په راتلونکي کال د افغان ځواکونو د روزلو او تجهيز په نوم يو بل ماموريت پيل کړي.