په کابل کي ځانمرگي بريد ۱۲ کسان ووژل
۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سهشنبهد کابل د امنيې قوماندانۍ مرستیال محمد داود امین د پېښې په ځای کي رسنیو ته وویل، چي د ځانمرګي برید هدف د هغه بهرني شرکت موټر وو چې ددغه شرکت پيلوټان پکښې سپاره ول.
د ښاغلي امین په وینا د برید په ترڅ کي د شرکت ۶ پيلوټان،۱ افغان موټرچلوونکی او ۲ تنه نور ملکي وګړي وژل شوي دي.
خو د کابل له امنيې قوماندانۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه بيا وايي، چي په دغه ځانمرګي برید کي د یوه بهرني شرکت ۹ بهرني کارکوونکي او ۳ تنه ولسي افغانان وژل شوي دي او ۲ تنه افغان سرتیري ټپيان دي.
سره له دې چي د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کي د بهرنیانو هویت نه دئ ښوول شوی خو د قوماندانۍ مرستیال وايي، چي دغه بهرني پيلوټان د روسيې او سویلي افریقا وگړي ول.
خو په کابل کي د روسيې سفارت وياند ستيپان انيکې يو، دغه خبر رد کړی دئ، چي گواکي په دې بريد کي دي روسي وگړي وژل سوي وي. د هغه په خبره په وژل سويو کسانو کي ۷ تنه ئې د جنوبي افريقا يو تن د قرغزستان يو افغان ژباړن او يو هم افغان موټر چلوونکی شامل دئ.
د پیښي مسئولیت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب پر غاړه اخيستی دئ او ادعا ئې کړې ده چي دغه ځانمرګی برید د کابل يوې شل کلني مېرمني فاطمې کړی دئ.
دوی دغه راز ادعا کړې ده، چي د دغه ځانمرگي بريد په ترڅ کي زیات شمېر بهرني استخباراتي کسان وژل شوي دي.
د دغي ډلي يوه وياند زبير صديقي په کابل کي خبريالانو ته ويلي دي، چي دغه برید ئې په امریکا کي د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي د فلم په غبرګون کي کړی دئ.
محمد اسماعيل شاکر/dpa/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل