په کابل کي ځانمرگي بريد څلور کسان وژلي
۱۳۹۵ آبان ۲۶, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې تر اوسه پوري لا کومي ډلې د دغې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي: «ځانمرگی برید کوونکی چې پلی روان وو په کابل کې د امنيتي ځواکونو یو موټر په نخښه کړی. څلور تنه وژل شوي او یوولس ټپیان دي.»
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خبره په وژل شوو کسانو کې دوه تنه امنیتي چارواکي دي. دغه پیښه د افغانستان دفاع وزارت ته څیرمه رامنځ ته شوې ده.
د آلمان خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې د یوه امنیتي چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي لیکلي دي چې په نخښه شوی سپین موټر د افغانستان د ملي امنیت ادارې دی.
دغه برید د شنبې په ورځ په باگرام هوایي اډه کې تر شوي برید وروسته رامنځ ته کیږي، په کوم چې څلور امریکایي عسکر ووژل شول. وسله والو طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی وو.
د تیرې پنجشنبې په ورځ هم په مزار شریف کې د آلمان پر قونسلگرۍ د موټر بم چاودني په پایله کې شپږ کسان وژل شول وو او تر سلو زیات ټپیان شول.