په کابل کي په نشو د اخته کسانو د راټولولو کمپاين پيل سو
افغان حکومت په کابل کي د معتادانو د راټولولو کمپاين پيل کړ. د ملګرو ملتونو او افغان چارواکو د شمېرو له مخي په دغه هيواد کي ۱،۶ ميليونه انسانان په نشو اخته دي.
په افغانستان کي ډېرو کسانو له بې کاريو نشو ته مخه کړې ده. د چارواکو په خبره په دغه هيواد کي ورځ تر بلي د معتادانو شمېر ډېريږي.
افغان حکومت د پوليسو په مرسته په کابل کي ښار کي په نشو د اخته کسانو د راټولولو کمپاين پيل کړی دی. په پلان کي ده چي دغه ټول کسان راټول او د درملنو مرکزونو ته يې انتقال کړي.
په نشو د اخته کسانو د راټولولو کمپاين د کابل په پل سوخته سیمه کي پيل سو. د دغه ښار ډېری معتادان په دغه سيمه کی راټوليږي. تر دې دمخه دغه کسان د علم او فرهنګ په زړه ودانۍ کي سره راټولېدل.
په کابل کي تر پل سوخته يا سوځلي پله لاندي په نشو اخته کسان د کډه کولو په حال کي. پوليس وايي چي په زور سره يې نه بيايي، بلکي په خپله خوښه بايد روغتيايي مرکزونو ته ولاړ سي.
د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وايي چي دغه معتادان به په جنګلک کي تر درملني لاندي ونيسي. په نشو اخته دغه کسان نه يوازي له مخدره موادو څخه ګړيږي، بلکي نوري ناروغۍ لکه ژړی، ايدز او سفليس ناروغۍ هم لري.
په دې کمپاين کي په نشو اخته کسانو هم ډېره لېوالتيا ښوولې ده چي په آرامۍ سره راټول او د حکومت مشورو ته غوږ ونيسي.
خو په افغانستان کي معتادان د يوه مجرم په شان پېژندل کيږي. پوليس وايي چي په ډیرو جرمونو کي په نشو اخته کسان لاس لري.
افغان چارواکي وايي چي دا لومړی کمپاين نه دی چي په کابل کي د دغو کسانو د راټولولو په برخه کي ترسره کيږي.
په افغانستان کي ورځ تر بلي په نشو د اخته کسانو شمېر ډېريږي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي اوس په دغه هيواد کي نزدې ۱،۶ ميليونه انسانان په نشو اخته دي.
چارواکي وايي چي د په نشو اخته کسانو د راټولولو دغه کمپاين کېدای سي چي مياشتي دوام وکړي. دوی وايی چي دغه کمپاين به نورو ولايتونو ته هم وغځول سي.
خو معتادان وايي چي که له دوی سره مرستي موقتي وي نو دوی به بيرته له دغه شان ګړېدلي ژوند سره مخامخ وي.