1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي پر امریکايي پوهنتون برید ۱۳ کسان وژلي

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۴, پنجشنبه

په کابل کي پر امريکايي پوهنتون د چهارشنبې په ورځ ماښام هغه مهال بريد وشو چې په پوهنتون کې شاوخوا ۱۵۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت ول. دغه پوهنتون له ۲۰۰۶م کال راهيسي د امریکايي ښوونیز سیستم پر معیار زده کړې وړاندې کوي.

https://p.dw.com/p/1JpG9
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان د حکومت یوه ویاند وویل چې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون یو خونړۍ برید چې څو ساعتونه یې دوام وکړ د لسو کسانو په وژلو او ګڼ شمیر نورو په ټپي کیدو پای ته ورسید.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په حواله په وژل شوو کسانو کې اوه زده کوونکي، دوه پولیس او د پوهنتون یو ساتونکی شامل دي.

خو د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد بیا ويلي دي چې په دغه بريد کې ۱۳ کسان وژل شوي دي چې ۷ زده کوونکي، درې پوليس، د پوهنتون دوه ساتونکي او د ودانۍ يو ساتونکی پکښې دي. پر دې سربيره درې تنه يرغلگر هم وژل سوي دي.

د برید پړه تر اوسه کومي ډلي نه ده منلې، خو اوس وسله وال طالبان د دې پیښې مسئول ګڼل کیږي. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد یوازي رسنیو ته ویلي دي چې دوی د پیښي په هکله څېړنه کوي.

صدیق صدیقي وویل چې زیاتره وژل شوي کسان د ټولګیو کړکیو ته نږدې په مرمیو لګیدلي او د اوو پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۳۷ کسان ټپیان شوی دي.

هغه وویل چې دغه برید د چهارشنبې په ورځ ماښام ۷ بجې ترسره شو. د پوهنتون په دروازه کې له چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر چاودنې وروسته ترهګرو وکولای شول چې د پوهنتون انګړ ته لار پیدا کړي.

هغه همدا راز وویل چې ترهګر په لاسي بمونو او توپکو سمبال ول. برید نهه ساعته دوام وکړ چې په پایله کې پولیسو وکولای شول دوه ترهګر د شپې د درې نیمو بجو شاوخوا له منځه یوسي.

په پوهنتون کې بند پاته نږدې ۱۵۰ زده کونکي د پولیسو د ځانګړې قطعې له خوا وژغورل شول.

د پیښې په لومړیو ساعتونو کې د کابل امنیه قومندان، عبدالرحمن رحیمی وویل چې په ټپیانو کې یو بهرني ښوونکی شامل دی.

د کابل په څنډه کې واقع دغه پوهنتون د ۲۰۰۶م کال په لومړیو کې جوړ شو او د امریکايي ښوونیز سیسټم پر معیار یې زده کړي وړاندي کولې. اوس مهال دغه پوهنتون شاوخوا ۱۰۰۰ زده کونکي لري.

د پیښې په اړه د تبصرو له پاره د یاد پوهنتون چارواکو ته لارسۍ نه کیږي.

دیجان پینیک، د کابل د ایمرجنسي روغتون مشر وویل چې دې روغتون ته د پیښې په تړاو د پنځو میرمنو په ګډون ۱۸ ټپیان راوړل شوي دي. د نوموړي په حواله له ټپیانو څخه د درې کسانو روغتیايي حالت ښه نه دي.

د فرانسې خبري اژانس انځور اخیستونکی، مسعود حسینی د پیښې پر مهال له ۱۵ زده کوونکو سره یوځاي د پوهنتون په داخل کې وو، چې د چاودني غږ یې واورید. حسیني وویل: «زه کړکۍ ته ورنږدې شوم، څو ووینم چې څه پیښ شوي دي. ما په عادي جامو کې یو کس ولید او سمدلاسه یې پر ما ډزې وکړي. هغه زیاته کړه چې ښیښي ماتې شوې او د هغه لاس ټپي شو.

حسیني وايي چې زده کوونکي د ټولګي کونج ته شول، چوکۍ او میزونه یې دروازې ته ودرول او پر ځمکه یې پروت وکړ. حسیني زیاته کړه چې دوه لاسي بمونه د دوی ټولګي ته وغورځول شول چې د هغه ګڼ شمیر ټولګیوال یې ټپیان کړل. حسیني او ورسره نهو نورو زده کوونکو وکولای شول چې له پوهنتون څخه ووځي.

حسیني وویل چې کله دوی دباندي ووتل، هغه یو کس ولید چې پر ځمکه پروت وو او داسې ښکارید چې پر شا پر مرمۍ لګیدلی وي.

حسیني او ورسره زده کونکو د پیښې سیمې ته نږدې په یوه کور کې ځان پټ کړ چې وروسته د پولیسو لخوا وژغورل شول.

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون وایي چې د پيښې پر وخت امریکايي نظامي مشاورین له افغان امنیتي ځواکونو سره په سیمه کې ول. د پنتاګون ویاند، ادم سټمپ وویل چې امریکايي ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو له قطعې سره یوځای شوي ول.

په کابل کې پر امریکايي پوهنتون برید د همدې پوهنتون د دوو تنه ښونکو چې یو یې امریکايي او بل یې استرالیوی وو تر تښتنوني دوې اونۍ وروسته ترسره کیږي. د دغو تښتول شو کسانو ځای تر اوسه معلوم نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او دا یې د افغانستان پر راتلونکي برید ګڼلی دی. وسله وال طالبان له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د افغان حکومت پر وړاندې جنګیږي او په افغانستان کې پر بهرنیو ملکي کسانو بریدونه روا ګڼي.\