1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي پراخ لاريون تر سره سو

۱۳۸۹ آذر ۱, دوشنبه

نن په کابل کي د ټولټاکنو د شکايانو د کمېسيو د هغه اقدام پر ضد لارون تر سره سو چي تيره ورځ يې يو شمېر بريالي کانديدان د ليست څخه و ايستل.

https://p.dw.com/p/QFKB
د کابل لاريون
د کابل لاريونانځور: AP

د ټاکنو د شکايتونوکمېسيون د يکشنبې په ورځ ددرغلي په تور د۲۱ کانديدانو نومونه دبرياليو کاندیدانو له ليست څخه ويستلي دي.

ددغو کانديدانو په ډله کي لوړ حکومتي مامورين او د پخواني پارلمان وکيلان چي ددوهم ځل لپاره يی ځانونه کانديد کړي ووهم شامل دي.

د افغانستان په وروستيو پارلماني ټاکنو کي ډيري بينظمۍ او درغلي سوي وې.نو د ټاکنو کمېسيون هدايت ورکړ چي ۱،۳ مليونه رايي چي د ټولو رايو څلورمه برخه وه له سره وارزول سي.

تراوسه پوري لاهم د شکایتونوکمېسیون پر۶۰۰۰ رسیدلو شکايتونو باندي په غور کولو بوخت دي. ځکه نو تر اوسه پوري د ټاکنو نتيجې ندي اعلام سوي.

څو ورځي د مخه په زرهاوو نه شميرل سوي رايي پيدا سوي، اوکله چي له تليفوني خبرو څخه ثبت سوي فيته راووته چي په هغې کي يو و وزیر د ټاکنو د کمېسیون پر غړیو باندي ټيګار کوي چي کوم کانديدان بايد رايي وګټي، د ټاکنو پر کمېسیون باندي هم نيوکي ډیري سوې.

بې پلوه کتونکو لا هماغه د ټاکنو په ورځ د درغليو د کیدو، درایو په پيسو اخيستل کيدو، د ټاکونکو د ډارولو او د ټاکنو له تقلبي پاڼو څخه په پرګنيز ډول د استفادې په اړه څرګندوني کړي وي.

بله خو نن په هرات کي هم يو شمېر کانديدانو شکايت کاوه چي ددو حق خوړل سوی او پر ځای يې نور خلک نومول سوي دي.

په هرات کي د المام ږغ راډيو د خبريال په خبره کانديدانو دا ادعا درلوده چي د کوم وزير د خوا څخه د ټاکنو کمېسيون د تليفون د لاره د کانديدانو د نومولو خبري سوي.

د افغانستان پارلماني ټاکني چي د سپتمبرپه مياشت کي تر سره سوي تر اوسه پوري يې پايلي نا معلومه پاته دي.

آژانسونه/ رحيله اميري

کتونکی: نجيب الله زيارمل