په کابل کي هره ورځ ۳۰۰ موټر د گرځېدو جواز تر لاسه کوي
۱۳۸۹ شهریور ۱۰, چهارشنبهکابل چي اوس يې د وګړو شمير په بې ساري توګه لوړ دی د دومره موټرو د تګ را تګ وړتيا نه لري. د کابل د ترافيکو مدير مل پاسوال اسدالله وايي چي، په روان حال کي پينځه سوه زره موټر د کابل پر واټونو تګ را تګ کوي.
د مګړۍ د کابل پر واټونو داسي موټر هم ليدل کيږي چي د استعمال ځانګړي موده يي پاي ته رسېدلې
د کابل د ترافيکو مدير وويل: «په روان کال کي مو شاوخوا ۴۷۰۰ هغه موټر چي لوګي به يي کول درولي خو نه پوهيږو چي هغه به يي د خاوندانو له لوري بيرته ترميم سوي وي که به اوس هم د کابل د ترافيکو په بهير کي بيرته داخل سوي وي».
خو کابل ښاريان د ترافيکو د مديرله دغو څرګندونو سره هم غاړي ندي.هغوﺉ وايي چي د ترافيکو رياست د زړو او تاريخ تير موټرو د را ټولولو په چارو کي پاته راغلي، چي هره ورځ د ښار د هواد د ککړوالي لامل ګرځي.
د چاپريال ساتني د عالي اداري د پاليسۍ مرستيال ډاکټر عباس بصيروايي، چي د ښار د هوا په ککړولو کي اويا سلنه د همدغو زړو او له تاريخ څخه د تيرو موټرو لوګي رول لري.
نوموړی د ټرافيکو له مديريت څخه غوښتنه وکړه چي هغه موټر ودروي، چي ډير لوګي کوي او د ښار په ځينو سيمو کي د موټرو د لوګي د کنټرول دستګاوي نصب کړي تر څو هغه موټر چي غير معياري دي او ډير لوګي باسي د ټرافيکو له بهير څخه وباسي.
کابل ښاريان شکايت کوي چي د موټرو له ډيريدو سره د دوﺉ ستونزي هم زياتي سوي دي.
يو شمير کابل ښاريانو نن دويچه ويلي ته وويل چي دوﺉ د ډيرو موټرو له امله د واټونو د بنديدو په سبب په ساعتونو ساعتونو په بيروبار کي ګير پاتيږي اوځيني وخت خو خپل ناروغان هم په وخت سره روغتون ته نسي رسولاي.
د چاپريال ساتني د عالي اداري د ارقامو په اساس د مګړۍ د کابل په ښار کي څه باندي پينځه لکه عرادې موټر تګ را تګ کوي په داسي حال کي چي دغه ښار يوازي د اوياوو زرو موټرو د تګ را تګ ظرفيت لري.
ميرويس جلالزی/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل