1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي لاريون په تاوتريخوالي واوښت

۱۳۹۱ شهریور ۲۷, دوشنبه

په سوو افغانانو نن په کابل کي د هغه امريکايي فلم پرضد له تاوتريخوالي ډکه مظاهره پيل کړه، چي د اسلام پيغمبر حضرت محمد(ص) ته پکښې سپکاوی سوی دئ.

https://p.dw.com/p/16AAA
انځور: DW

مظاهره کوونکي د ناټو مرکزته نزدې د هود خيلو په سيمه کي د کابل-جلال اباد لويه لاره بنده کړې ده او پر سړک باندي ئې ټايرونو او شخصي موټرو ته اور اچولی دئ.

د کابل امنيه قوماندان محمد ايوب سالنگي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي مظاهره کوونکو د پوليسو يوه رنجرموټر او درو شخصي موټرو ته ور اچولی دئ، او د „ مړه دي وي امريکا“ چغي وهي او په امریکا کي د فلم جوړوونکي د محاکمه کولو غوښتنه کوي.

په امريکا کي دغه جوړسوي فلم د مسلمانانو غوسه راپارولې ده او په ټوله نړۍ کي له تاوتريخوالي ډکي مظاهرې رواني دي.

د سالنگي په خبره، د مظاهره کوونکو شمېر نزدې ۱۰۰۰ کسانو ته رسيږي او وايي، چي پر پوليسو ئې ډزي هم کړي خو تر اوسه پوري چاته زيان نه دئ رسېدلی:

«د مظاهره کوونکو په ډله کي وسله وال کسان هم سته، پر پوليسو ئې ډزي کړي دي خو پوليسو جوابي ډزي نه دي کړي.»

په کابل کي د دويچه ويله پښتو ويبپاڼي خبريال وايي، چي په سيمه کي ټول دوکانونه تړل سوي دي، او پر سړک باندي هري خواته غټي غټي ډبري ايښول سوي دي، چي د تگ راتگ مخه ونيسي.

تازه راپورونه وايي، چي د پوليسو دوه موټره او څلور شخصي موټرو ته اور اچول سوی دئ او پر ۸ کانتينرونو باندی هم لمبې گرځي. ويل کيږي چي پوليسو له کورنيو چارو وزارت څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.

يوه سيمه ييز پوليس چي خپل نوم ئې يوازي حافظ ښوولی دئ، ويلي دي چي مظاهره کوونکو په سيمه کي د امريکايي ځواکونو پر „ کمپ فينکس“ باندي ډبري اورولې او پوليسو هغوی بيرته له سيمه څخه د هود خيلو بازار ته پر شا کړل.

په کابل کي د امريکا په مشرۍ د ايساف ځواکونو يوه وياند هاگن مسسير د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي مظاهره کوونکي د فينکس کمپ ته نزدې سوي ول، خو پوليسو بيرته پرشا کړي دي:

«موږ حالت له نزدې څارو او موږ د تيارسی په حال کي يو. خو دا کار د پوليسو دئ.»

په افغانستان کي اکثره وخت دغه ډول لاريونونه په تاوتريخوالي اوړي. په ځانگړې توگه اسلام ته د سپکاوي پر ضد لاريونونه. خو د شنبې تر ورځي پوري په افغانستان کي اسلام ته د سپکاوي پر ضد لاريونونه سوله ييز ول.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم