1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي غبرګو چاودنو ۲۸ کسان وژلي دي

۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

په کابل کې غبرگي چاودني شوې دي. یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۴۵ نور زيات ‎ټپیان شوي دي. طالبانو د دغه برید پړه پرغاړه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/2VZIu
Afghanistan Kabul Selbstmordanschlag Polizisten
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي دي چي په دغو چاودنو کي ۲۸ کسان وژل سوي دي چي ۲۴ ئې ملکيان او څلور پوليس دي او دغه  راز تر ۵۰ زيات ټپيان سوي دي. د افغانستان د روغتيا وزارت بيا د وژل سوو کسانو شمېر ۳۰ ښوولی او ټپيان ئې تر ۷۰ پوري ښوولی دي.

تر دې مخکې د کابل د اوومې ناحیې د پولیسو قوماندان احمد ولي صبوري، ویلي ول: «یو ټیوټا ډوله موټر د پارلمان ودانۍ ته نزدې چاودلی دی.»

د دغه چارواکي په خبره سیمې ته د امنیتي ځواکونو تر رسیدو وروسته دویمه چاودنه هم شوې ده: «مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده خو لا تر اوسه پورې دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته.»

په دې سربیره یو دریم شکمن موټر هم د امنیتي ځواکونو له خوا درول شوی دی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده او ويلي ئې دي چي «د افغانستان د ملي امنيت ادارې د کارکوونکو پر يوه موټر باندي ئې يرغل کړی دی.»

د افغانستان د پارلمان يو ساتونکی چي په دغه بريد کي ټپي سوی دی د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «لومړی د پارلمان ودانۍ ته نژدې يوه چاودنه وشوه او بېگناه کارگران ئې وژلي او ټپيان کړي دي. دا يو ځانمرگی وو چي پلی روان وو.»

دغه عينی شاهد زياته کړې ده: «دوهمه چاودنه چي يو موټر بم وو چې د سړک پر هغه بله غاړه درول سوی وو او وچاودېد. کله چي دغه موټر وچاودېد زه ئې شا ته واچولم.»