په کابل کي د ځان وژونکو بريدونو له امله درنه مرګ ژوبله
۱۳۸۷ بهمن ۲۳, چهارشنبهلمړى ځان وژونکي بريد د سهار په نهو بجو او ديرشو دقيقو د خيرخانې د لب جر په سيمه کې خراسان هوټل ته څيرمه د محبوسينو په رياست تر سره شو ، په دغه بريد کې د عيني شاهدانو په وينا دوه تنه چې کلاشينکوف ماشينګڼې ورسره وو د رياست په ساتونکو له ډزو کولو وروسته ودانۍ ته ننوتل او د ننه په ودانۍ کې يي ځانونه والوزول د پيښې له امله د ودانۍ يوه برخه ډيره زيانمنه شوې او د ټولې ودانۍ شيشې او کړکۍ ماتې شوي د محبوسينو دوسيي او اسنادونه هرې خواته خواره شوي ؤ.
دويم بريد کوونکى هغه مهال د پوليسو په ډزو ووژل شو چې د ملک اصغر په څلور لاري کې د پوهنې وزارت يي په نښه کړى ؤ کله چې پوليس په ځان وژونکى شکمن شو د متقابلو ډزو له امله ووژل شو او جسد يي د څو ساعتونو لپاره په څلور لاري کې پروت ؤ.
دريم بريد چې د څو ساعتونو لپاره يي دوام وکړ د عدليي په وزارت تر سره شو د امنيتي کسانو په وينا چې له مرکې څخه يي ډډې کولې څلور تنه ځان وژونکي د وزارت په ساتونکو له ډزو وروسته د وزارت ودانۍ ته ننوتل او غوښتل يي چې د ننه په وزارت کې ځان وژونکي بريدونه تر سره کړي. يو تن ځان وژونکى د ودانۍ پاسنى پوړ ته ختلى ؤ. د يو ساعت په اوږدو کې د پوليس، اردو او د آيساف ځواکونو ودانۍ يي کلابنده کړه او ودانۍ ته د ننوتلو هڅې پيل شوې.
د وزارت له ودانۍ څخه د څو ساعتونو لپاره د ډزو او چاودنو غږونه اوريدل کيدل. تر څو ورسته له غرمې امنيتي ځواکونه وتوانيدل د ودانۍ کنترول تر لاسه کړي.
په يادو شويو پيښو کې د چارواکو او عيني شاهدانو په وينا اوه تنه ځان وژونکي بريد کوونکي له منځه تللي او د دريو واړو پيښو له امله څه ناڅه اتيا تنه ټپيان او وژل شوي دي.
د روغتيا وزارت وياند ډاکتر عبداله فهيم دويچه ويلې ته د ټيليفون په کرښه وويل چې ملکي روغتونونو ته 54 تنه ټپيان او 19 تنه وژل شوي ملکي کسان ليږدول شوي دي .
د پيښې مسووليت طالبانو په غاړه اخيستى . همدارنګه د طالبانو وياند رسنيو ته ويلې چې د دوى ځانګړي بريد کوونکي کابل ښارته ننوتي په دې هکله د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي چې د دوى ځواکونه دا وړتيا لري چي د بريد کوونکو مخه ونيسي.
د پيښې څو تنه عيني شاهدان دويچه ويلې ته وويل چې دوى له دولت څخه غواړي تر څو دولتي ادارې له هستوګنو سيمو څخه وباسي.
د يادونې وړ ده چې د کابل په ښارکې دا تر ټولو پراخ بريد ؤ چې له امله يي د کابل ښاريان ډير ويريدلي او په ټول ښار کې د ډار او ويرې فضا خپره شوې وه .