په کابل کي د پاکستان د «مداخلې» پر ضد لاريون وسو
۱۳۹۰ مهر ۱۰, یکشنبهدغه پراخ لاريونونه وروسته له هغه تر سره سول، چي افغان حکومت د سولي د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني د مرگ پلان جوړونکي په پاکستان کي وبلل او دغه راز يوه اونۍ مخکي د پاکستان له خوا د افغانستان پر سرحدي سيمو په سلگونه توغندۍ و اورول سوې.
افغان چاوراکي وايي، چي داسي شواهد په لاس کي لري، چي ښيي د رباني د وژلو پلان د کوټي شورا لخوا پلان سوی و.د کابل حکومت ويلي دي، چي د پاکستان اسخباراتي ادارې هم په دغه ترور کي لاس درلودی.
په کابل کي د يکشنبې د ورځي لاريون شاوخوا يو ساعت دوام وکړی او بېله دې چي کومه پيښه را منځ ته سي په سوليزه توگه پای ته ورسيدی. هغوی د لاريون پر مهال د « مرگ پر پاکستان او مرگ پر آی ايس آی» شعارونه د ځان سره لېږدول.
د لاريون يو تن گډونکونکی داوود کوهدامني وايي: « پاکستان او آی ايس آی» بايد په افغانستان کي خپله لاس وهنه ختمه کړي. زموږ د صبر کاسه نوره ډکه سوې.»
د کابل پوهنتونه دغه ۲۲ کلن زده کړيال زياته کړه:« زموږ د هيواد د دښمنانو سره جنگ کومه نوې خبره نه ده او پاکستان اوس يو بل دښمن دی، چي بايد جنگ ور سره وسي.»
ډير افغانان د ډير وخت راهيسي پاکستان او په ځانگړې توگه ( آی ايس آی) په دې تورنوي چي په افغانستان کي د وسله والو مخاليفو ډلو ملاتړ کوي. خو پاکستان بيا دغه تورونه ردوي.
افغان حکومت اوس پتېيلې ده، چي د طالبانو سره د خبرو پر ستراتيژۍ له سره فکر وکړي.
د ولسمشر حامد کرزي يوه وياند سيامک هروي ويلي دي، چي ولسمشر د طالبانو سره د سولي د خبرو پر ستراتيژې له سره کتنه کوي او ډير ژر به د سولي د خبرو کولو نوې ستراتيژي اعلان کړي.
حامد کرزي ويلي ول، چي نور بايد د طالبانو سره د سولي خبري نه، بلکي د پاکستان سره تر سره سي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: بريښنا صابر