په کابل کي د يوناما د وروستۍ خبرپاڼي پر ضد لاریون
۱۳۹۰ شهریور ۱, سهشنبهد يوناما خبرپاڼي د افغانستان له پاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي سټيفن ديمستورا له قوله ليکلي، چي د کمېسيون پريکړه به روان ټاکنېز کړکيچ ته د پای ټکي کيږدي .
په خبرپاڼه کې د ولسمشر کرزي او يو شمېر نورو کسانو ستاينه سوې، چي ددوی په خبره د ټاکنېز کړکيچ په هوارې کې يې هلي ځلي کړي دي.
خو معترضو کانديدانو د ملګرو ملتونو ددغه هرکلي پر وړاندې نن د يوه لاريون په ترڅ کي سخت غبرګون وښود.
دغو کانديدانو د ټاکنو کمېسيون له پريکړي څخه د ښاغلي ديمستورا ملاتړ د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه وبلله .
معترض نوماند واقف حکيمي وويل اوس وخت رارسيدلی، چي ولسمشر په خپله د ځانګړي محکمې د حکم عملي کولو له پاره اقدام وکړي.
د ځانګړي محکمې د حکم د تطبيق په صورت کي به د ولسي جرګې اوسنيو ۶۲ وکيلانو خپلي څوکۍ له لاسه ورکړي وای، خو د ټاکنو کمېسيو د پريکړې له مخي له دغو ۶۲ يوازي ۹ يې ولسي جرګې ته لاره ومونده.
معترض نوماند سرداررحمان اغلي د ټاکنو پر کمېسيون تور ولګاوه چې له اساسي قانون څخه يې سرغړونه کړې او وې ويل چې دوي بايد د ځانګړې محکمې پريکړه تطبيق کړي.
اوس يوناما د ټاکنو کمېسيون دا پريکړه چي د ټاکنو په پايلو کي يې بدلون راوستی ستايي، خو د ولسي جرګې ادارې پلاوي د يوناما دغه هرکلي يوه معامله بولي.
د ولسي جرګې د ادارې پلاوي غړی فرهاد عظيمي دويچه ويله ته وويل، په کابل کي د ملګرو ملتونو د دفتر وروستۍ اعلاميه تر يوه فشار لاندې خپره سوې ده.
فرهاد عظيمې د هغو ۶۲ وکيلانو په ډله کي راځي، چي د ځانګړي محکمې د پريکړې له مخي په درغلي يې ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.
عظيمي وويل ولسي جرګه به سبا د چهارشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او د ملګرو ملتونو د وروستۍ اعلاميې په اړه خپل رسمي دريځ اعلان کړي.
سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې پريکړه به يې ټاکنېزې شخړې پاي ته ورسوي خو اوس ددوي پريکړه نه يوازي دا چي معترض نوماندانو ته د منلو وړ نه ده بلکي ولسي جرګه يې هم نه مني.
پخوا ولسي جرګې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو په اړه د پريکړو يوازينی مرجع بلله خو اوس يې چي ۹ وکيلان رد صلاحيت اعلان کړل د کمېسيون دغه پريکړه د سياسي فشارونه زيږنده ګڼي.
پوښتنه داده، چي د ټاکنو کمېسيون به د ولسي جرګې رد صلاحيت سوي ۹ غړي څه ډول له دې جرګي څخه راوباسي او پر څوکيو به يې څنګه ۹ نوي وکيلان کښېنوي ؟ رسنۍ او عام خلک يې جواب ته شيبې شماري.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل