په کابل کي د ولسي جرگې د استازي پر کور يرغل
۱۳۹۵ دی ۲, پنجشنبهد جرمني خبري آژنس د راپور له مخي په ولسي جرگه کي د هلمند د يوه استازي مير ولي پر کور په وسله وال يرغل کي د هغه دوه لمسيان د روزگان ولايت د يوه استازي زوی او دغه زار دوه ساتونکي وژل سوي دي. پر دغه کور درې واړه يرغل کوونکي هم وژل سوي دي.
د راپور له مخي مير ولي له دغه يرغل ژوندی وتلی دئ. له بريد سره سم سيمي ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او ويل کيږي چي تر ۱۳ ساعته عملیاتو وروسته يرغل پای ته رسېدلی دئ.
د پيښي سيمي ته نژدې ځايي اوسېدونکو رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي ټوله شپه ئې د ډزو او چاودنو له لاسه خوب نه دی کړی: «تيره شپه دلته واقعاً يو هيبتناک وضعيت وو.»
تر پيښي وروسته د چهارشنبې په ماښام د وسله والو طالبانو یوه وياند ذبيح الله مجاهد د تويتر له لاري د بريد مسئوليت پرغاړه اخيستی او ليکلي ئې دي چي وسله والو ئې «د هلمند ولايت د پوځي مشرتابه پر يوې غونډي» يرغل کړی دئ. نن سهار ئې بيا ادعا کړې ده چي په دغه يرغل کي ئې ۲۰ کسان وژلي دي. خو طالبان اکثره وخت د خبر په ورکولو کي مبالغه کوي.