په کابل کي د نهالگيو کښېنولو حشر
۱۳۹۱ اسفند ۱۷, پنجشنبهپه دغه حشر کې ډیر شمیر هلکانو او نجونو گډون کړی دی چې په ډله کې یې ډیر شمیر ماشومان هم شامل دي. د حشر گډونوالو ماشومانو له نورو کوچنيانو څخه وغوښتل چې د افغانستان سرسبزي ته پام واړوي.
د دغه حشر په کولو سره د کابل ښاروالي غواړي چې په دې ښار کې یو میلیون نهالگي کښېنوي. د دې کار اصلي هدف د کابل ښار سرسبزي ده.
په دې حشر کې د افغان حکومت یو شمیر چارواکو، د پارلمان غړو، د مدني ټولني غړو، ورزشکارانو او ماشومانو ګډون کړی وو.
د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش، د پنجشنبې په ورځ د دغه حشر په پیل کې وویل چې د کابل ښاروالۍ د حشر له پاره۴۰۰ زره نهاله چمتو کړي دي. هغه زیاته کړه چې د نهال کښینولو د فصل تر پای ته رسیدو پورې به د دغه نهالانو شمیر یو میلیون ته ورسیږي.
ښاغلي نواندیش د حشر د پیلیدو پر مهال وویل: «د کابل له ټولو اوسیدونکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په دغه خوځښت کې زموږ سره یوځای شي. موږ په وروستیو څو کلونو کې په دې توانیدلي یو چې له ونو او نهالګيو څخه ښه ساتنه وکړو.»
هغه د کابل ښار پر اوسیدونکو باندي غږ وکړ چې دغو نهالګیو ته د اوبو رسولو په بهیر کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. هغه همداراز له کابل ښاریانو څخه وغوښتل چې د خپلو کورونو او پلورنځایونو مخې ته یو دوه نهالان کښېنوي.
په وروستیو لسو کلونو کې د کابل ښار سرسبزي ته ډیر لږه توجه شوې ده. خو ښاغلي نواندیش وویل چې په پلان کې ده چې ۲۰۰۰۰ نهالګي به د شیردروازه پر غره باندي کښینول شي.
د کابل د اوسیدونکو ونډه
د کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې هم له تیرو څو کلونو راهیسې د نهال کښنولو حشرونه په لاره اچول کیږي. داسې ښکاري چې د هر کال په تیریدو سره په دغو حشرونو کې د افغانانو د ونډې کچه مخ په ډیریدو ده.
سلیمان وفا چې یو افغان ورزشکار دی او په دغه حشر کې یې ونډه اخیستې ده وایي: «د نهالګیو کښینول ډیره فایده لري. زموږ هیواد سرسبزیږي.» ښاغلي وفا له ټولو افغان ځوانانو څخه وغوښتل چې د نهال کښینولو په حشرونو کې ونډه واخلي.