1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د ناټو ۹ همکاران وژل سوي دي

آژانسونه۱۳۹۴ مرداد ۱۷, شنبه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه په وسله واله نښته او چادونو کي د ناټو يو عسکر او ۸ ملکي قرارداديان وژل سوي دي. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1GBwF
انځور: Reuters/A. Masood
د شمالي اټلانټک د تړون ناټو په اعلاميه کي ويل سوي چي د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د دوی يو عسکر او ۸ ملکي قرارداديان وژل سوي دي. په دغه اعلاميه کي د وژل سوو کسانو د هويت په تړاو معلومات نه دي ورکول سوي.

د دې څخه تر مخه د ناټو وياند ويلي ول چي د هغوی يو همکار د جمعې او شنبې تر منځ په شپه کي ووژل سو. زياته سوې وه چي ناټو ته دغه تلفات د يوې وسله والې نښتي په ترڅ کي رسېدلي دي. ناټو تر مخه ويلي ول چي په دغه پېښه کي دوه بريد کوونکي هم وژل سوي دي.

ناټو په داسي حال کي په کابل کي د خپل همکار د وژل کېدو خبر ورکوي چي د جمعې په ورځ په دغه ښار کي د چاودنو په پايله کي په سلهاؤ انسانانو ته مرګ ژوبله واوښته. د دغو بريدونو څخه د يوه بريد پړه د افغان حکومت وسله والې مخالې ډلې طالبانو په غاړه اخيستې ده.

د افغانستان څخه د زياتو جنګي ناټو عسکرو د وتلو وروسته د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه تونده سوې ده. لوېدیځ د افغان حکومت څخه ملاتړ کوي او ورته مرستي ورکوي. خو په دغه جګړه کي افغان حکومتي ځواکونو ته سخت ځاني تاوانونه اوړي.

په افغانستان کي د جګړې توندېدو په ولس کي اندېښنې زياتي کړي دي. ولي چي اکثر وخت د دغې جګړې قربانيان ولسي خلک وي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي د روان مېلادي کال په لومړيو ۶ مياشتو کي تقريبا ۵۰۰۰ افغان ولسي خلک يا خو وژل سوي او يا هم ژوبل سوي دي.

د کابل په دغه وسله واله نښته کي دوه بريد کوونکي هم وژل سوي دي.