په کابل کي د ملګرو ملتونو 6 تنه کارکونکي وژل سوي دي
۱۳۸۸ آبان ۶, چهارشنبهاعلان
په هغه ميلمستون باندي چي دملګرو ملتونودموسسي همکاران پکي اوسيدل ديووګوزارله امله دچهارشنبي دورځي په سهاردپوليسو دوينا له مخي لس کسه وژل شويدي. دوژل شويو کسانوترمنځ دملګرو ملتونو دموسسي دوياند آدريان ادواردس دوينا سره سم دنوموړي موسسي شپږ کسه همکاران هم وو.همدغه ډول نهه کسه نور ټپي شوي هم دي .
لږ شيبي وروسته له هغه دسرينا په هوټل باندي چي ډير بهرنيان پکي اوسي يو توغندي ولګيدخو ونه چاوده . دطالبانو يوو وياند ددي دواړو ګذارونو مسوليت په غاړه اخيستي دي . پوليسو ويلي دي چي دوژل شويو کسانوپه ډله کي دري کسه سوء قصدکونکي هم شامل دي.پدي منځکي جمهوررييس حامد کرزي دبهرنيو موسساتولپاره دامنيتي اقداماتو دشديدولو امر کړی دي.
AG/ زيارمل