په کابل کي د سيمېټي خنډونو ليري کول او نوي امنيتي تدابير نيول
۱۳۸۹ شهریور ۲, سهشنبهله تيروڅو کلونو را پدي خوا کابل ښاريانو په مسلسله توګه سرټاکاوه چي د دغو امنيتي حصارونو په جوړيدو سره دوی د ښار د يوې سيمي څخه بلي ته په اسانۍ تګ را تګ نه شي کولای او کله خو د ساعتونو ساعتونو لپاره په ټرافيکي خنډونو کي ګير پاته يي.
دغه کانکريټي ديوالونه اکثراٌ د حکومتي اوديپلوماتيکو تاسيساتو، شخصي امنيتي کمپنيو، مجللو هوټلونو د ناټو د پوځي مرکزونو او بهرنيو ميلمستونونو ګرد چاپير ايښودل شوي تر څو له احتمالي بريدونو خوندي وساتل شي.
په تيرو څو کلونو کي په وار د دغو موانعو د لري کولو لپاره چارواکو ټټرونه وډبول خو يو ځل هم دغو اقداماتو عملي بڼه غوره نه کړه.
اوس د کورنيو چارو وزير جنرال بسم الله محمدي وايي چي دي په خپله ژمنه کي صادق دی او په لومړي سر کي يي د کورنيو چارو وزارت له مخه له تيريدونکي واټ څخه دغه خنډونه لري کړي او دغه پروسه په لومړي سر کي پوځي هغه مرکزونه چي په کورنيو چارو وزارت پوري اړوند دي په بر کي نيسي او بيا به نورو محلاتو ته هم غزول کيږي.
د افغانستان دملي دفاع وزارت ودانۍ هم يوه له هغو ودانيو څخه ده چي ترينه ستر سمټي خنډونه را تاو کړاي شوي دي.
د دغو سمټي خنډونو له امله هغه واټ چي د پل محمودخان څخه د مرداخانيو په لوري او بر عکس پري موټر تګ را تګ کوي کم سوري شوي او هره ورځ په سلګونو موټر پري له ترافيکي ستونزو سره مخ وي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چي دوي هم د دولت برخه دي او د حکومت هري پريکړي ته درناوي کوي.
خپله مرکزي قوماندانۍ چي په پخواني عسکري پوځي کلوپ کي موقيعت لري نور سمټي خنډونه هم راتاو کړي چي د شش درک د سيمي اوسيدونکو ته يي تازه سرخوږي رامنځ ته کړي دي.
دا تر اوسه نده معلومه چي د ناټو ځواکونه به هم دکورنيو چارو وزارت دغه دستور ته غاړه کيږدي که څنګه، خو ډيري کابل ښاريان په دي باور دي چي بهرنيو دفترونو او سفارت خانو ته به ګرانه وي چي اوس مهال دغه خنډونه له خپلو تاسياستو لري کړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل