1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د «سولي او جنګ» نندارتون

حسين سيرت۱۳۹۲ بهمن ۲۰, یکشنبه

د افغانستان په جنګونو کي د قربانيانو د کورنيو غړو د جنګ او سولي په نوم د خپلو دوستانو خاطرات نندارې ته وړاندي کړل. دوی د جمهوري رياست له پاره کانديدانو څخه وغوښتل چي عدالت له هېره ونه باسي.

https://p.dw.com/p/1B5lI
انځور: Hussain Sirat

ماجان چي په سترګو کي يې اوښکي لغړي، د هغو دوو ځوانانو مور ده چي د مجاهدينو او بل د طالبانو د واکمنۍ پرمهال وژل سوي دي. د هغې غمجني کيسې سړی ډېر دردوي.

ماجان له هغه وروسته چي زامن يې ووژل سول د فقر ډېري سختي شپې او ورځي يې تيري کړي دي. ماجان بايد اوس د خپلو زامنو د کورنيو سرپرستي هم وکړي: «دغو طالبانو په سوونو زره کسان ووژل. موږ يې بې سر و بې سرنوشته کړو. زما دوه زامن ووژل سول. اوس زه پاته يم او درې څلور سياسري.»

ماجان د ورځي د نورو کورونو کالي مينځي، څو کورنۍ يې حداقل د خوړلو له پاره وچه ډوډۍ ولري. هغې دغه نندارتون ته د خپلو زامنو کالي او نور شيان راوړي دي، څو وښيي چي څومره سختي ورځي يې ګاللي دي.

عدالت بايد هېر نه سي

د افغانستان په درو لسيزو جنګونو کي په زرونو افغانان ووژل سول او اوس هم جنګ له افغانستان څخه کسات اخلي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون رييسي سيما سمر چي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فبرورۍ ۹) يې په دغه نندارتوک کي ګډون کړی وو، له هغو کاندیدانو څخه چي ځانونه يې ولسمشرۍ ته نومولي دي وغوښتل چي قربانيان هېر نه کړي: «له ټولو کانديدانو څخه مي غوښتنه دا ده چي په دې برخه کي مشخص پلانونه ولري او انتقالي عدالت د خپل ځان پروړاندي باندي د وسيلې په شان ونه ګڼي، بلکي د يوې ټينګي سولي د راتلو له پاره يې وبولي.»

په دغه نندارتون کي يوه مور
په دغه نندارتون کي يوه مورانځور: Hussain Sirat

د بشري حقونو کمېسيون رييسي وويل د دغه نندارتون بله موخه دا ده چي تير جنايتونه يو وار بيا تکرار نه سي. او نننی نسل د پخوانيو له عامالو څخه عبرت واخلي.

دغه نندارتون د ديموکراسۍ او بشري حقونو موسسې له خوا پرانيستل سوی دی. د ځينو قربانيانو کورنيو د خپلو وژل سوو دوستانو د خطراتو صندقونه ملي آرشيف ته تسليم کړل، څو د جنګي جنايتونو خاطرات پاته سي.

د ديموکراسۍ او بشري حقونو موسسې مسوول خداداد بشارت وويل د دوی يوه غوښتنه دا ده چي د قربانيانو له پاره يو موزيم جوړ سي او له دې څخه يې هدف د جنګ قربانيانو ته احترام او سولي ته د خلکو رابلل دی.

بشارت وويل د دغه شان موزيم په جوړولو سره نوی نسل له جنګ څخه متنفره کيږي: «تر هغه وخته پوري چي نوي نسل يو عينی درک او له تېر تاريخ څخه عيني څه نه وي ليدلي هيڅ وخت نه سي کولای چي د جنګ پر وړاندي نفرت ولري.»

د سولي پيغام

د دغه نندارتون يوه برخه د سولي موضوعاتو ته ځانګړې سوې ده. يو شمېر کوچنيانو د بازۍ او تفريح وسايل نندارې ته وړاندي کړي دي او په خپلو ليکنو سره د سولي غوښتونکي سوي دي.

يوه ۱۳ کلنه نجلۍ چي خپل نوم مسکا ښيي او په دغه نندارتون کي يې د بازيو سامانونه او ياداښتونه نندارې ته وړاندي کړي دي، وايي چي په سوله کي ژوند کول ښه دی او جنګ له کوچنيانو څخه هرڅه اخلي.

د سولي او جنګ نندارتون دوې ورځي دوام کوي او د پرانيستني په ورځ يې په سوو کسانو پکښې ګډون کړی وو.