په کابل کي د حيواني ناروغيو د تشخيص لس مرکزي لابراتوارونه جوړسوي
۱۳۸۸ آذر ۳, سهشنبهد کرهڼي او مالدارۍ د وزارت سر پرست انجينر محمد اصف رحيمي په دې اړه خبريالانوته وويل، چي دا لومړى ځل دى په نوي تکنالوژۍ سره د غسي سمبال او مرکزي لابراتوارونه پرانيزې. د دې وروسته زموږ سوداګر د چرګانو د فارمونو او کوچيان ورونه کولاى سي په ډاډ سره د دغو لابراتوارونو له لاري خپل مالونه او چرګان ناروغي تشخيص او تداوي کړي.
محمد اصف رحيمي د اروپايي ټولني د کميسيون مرستوته په اشارې سره وويل دغه ټولنه د کرهڼي د وزارت سره پر دې برسيره، چې په روغتيايي برخه کې مرسته کوي لکه چي دا نن ئې لس سمبال مرکز ي لابراتوارونه جوړ او ګټي اخستلو ته وسپارل دغه شان په نظر کي ده چي د هيواد په نورو ولاياتو، بندورونو او هوايي ډګرونو کي هم ورته لابراتوارونه جوړ شي.
ماهران او تخصيصن راته روزي او همدارنګه د بڼ والۍ په برخه کي د باغونو د سمبالولو لپاره د ميوه جاتو ملي کميسيونونو په جلال آباد مزار شريف هرات او کندهار کې راته جوړکړي ترويجي خدمتونه ترسره کوي او داسې نور.
«دغه راز د حيواني ناروغيو د تشخيص او څيړنې د مرکزي لابراتوار ونو يو مسول حبيب الله حبيبي د المان ږغ راډيو د خبريال سره په خبروکي وويل، چي د دې نه مخکي يې هم د بکتريا وي اوپرازيټي تشخيص لابراتوارونه لرل خو په دې کچه په نوي تکنالوژۍ سمبال نه وو اوس کولای شو د عامي روغتيا وزارت سره هم همکاري وکړو او ا اچ يو ان يو او د ا اچ 5 ناروغې هم پکښې تشخيص کړو. دغه لابراتوار په سړو خونو سربيره ټولي اړونده څآنګې لري.
دغه راز د کرهڼي او مالدارۍ د وزارت سر پرست د ژمي په رارسيدو سره د بيړنيو حالاتو لپاره د چمتو والي خبرهم ورکړ او ويې ويل، چي د هيواد په کچه په هغو ولاياتو کي، چي هلته غنم ډير کرل سوي دي د بيلابيلو دهقاني کوپراتيفونو څخه د ورځي په بيه 70 زره ټنه غنم پيرلي او په ګودامونوکي يې د دې لپاره زيرمه کړي دي، چي د اړتيا په صورت کي يې په بيړني ډول اړونده سيموته واستوي.
جمال کوټوال/ کابل
کتونکی. زيارمل