1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د توکيو کنفرانس د ژمنو بررسي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ تیر ۱۲, چهارشنبه

په کابل کي د۶۰ هيوادونو او مرستندويه سازمانونو استازي سره راټول شوي دي چي د «توکیو د پریکړو د دوه اړخیزه ځواب ويلو کړنلاري» په کنفرانس کې د توکیو د کنفرانس پر لاس ته راوړنو باندي خبرې وکړې. (انځور د بل کنفرانس دی)

https://p.dw.com/p/191L2
Japanese Foreign Minister Koichiro Gemba, center, speaks as Afghan counterpart Zalmai Rassoul, left, and Afghan Finance Minister Omar Zakhilwal listen during their joint press conference held as part of an international conference on Afghan civilian assistance at a hotel in Tokyo Sunday, July 8, 2012. (AP Photo/Shizuo Kambayashi)
Afghanistan Konferenz Tokioانځور: AP

دغه کنفراس د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای دریمه) په کابل کې جوړ شوی وو. په دې کنفرانس کې په افغانستان کې د بېلابېلو هیوادونو سفیرانو، د مرستندويو سازمانونو استازو او همداراز ډیر شمیر افغان چارواکو ګډون کړی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، په دې کنفرانس کې پر دې خبره باندي ټینگار وکړ چې په افغانستان کې تر ۲۰۱۵ کال وروسته د اقتصادي لیږد یوه ډیره حساسه مرحله پیلیږي.

رسول د توکیو په کنفرانس کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته د نړیوالي ټولني ژمنتیا يوه ډیره لویه لاس ته راوړنه وبلله او ویې ویل: «موږ د اقتصادي لیږد په ډیره حساسي مرحله کې یو. د تو کیو په کنفرانس کې له افغانستان سره د نړیوالي ټولني اقتصادي ژمني د دې سبب شوې چې دغه هیواد له بودجوي خلا سره مخامخ نه شي.»

نړیوالې ټولني د توکیو په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د راتلونکو څلورو کلونو په موده کې له افغانستان سره د ۱۶میلیاردو ډالرو په ارزښت مالي مرستي وکړي. خو دغه مرسته په افغانستان کې له اداري فساد سره په مبارزې پورې تړلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د توکیو کنفرانس دغه راز افغانستان ته د دې زمینه برابره کړه چې د کانونو د کیندلو، تولیداتو د ډیرولو او ترانزیت له لارې د خپلو عایداتو کچه لوړه کړي او له اقتصادي لحاظه پر خپلو پښو باندې د دریدو پر لور حرکت وکړي.

په دې کنفرانس کې رسول په افغانستان کې د امنیتي مسئولیتونو د لیږد بهیر پر بریالیتوب باندي هم ټینګار وکړ. هغه روښانه کړه چې اوس افغان امنیتي ځواکونه د څه نا څه ۹۰ سلنه افغانانو د امنیت ټینګولو مسئولیت پر غاړه لري.

په دې کنفرانس کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جان کوبیز، هم خبري وکړې. هغه وویل چې د توکیو کنفرانس د افغانستان له پاره له مالي لحاظه یوه ډاډمنه راتلونکې تضمین کړې ده. کوبیز وویل: «نن موږ یو ځل بیا د دې خبري ډاډ ورکوو چې د افغانستان او د دغه هیواد خلک د سیاسي، امنیتي او اقتصادي لیږد په بهیرونو کې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمن دي.»

کوبز په خپلو خبرو کې د توکیو کنفرانس پر مهال د افغان حکومت د هغو ژمنو یادونه هم وکړه چې ویلي یې ول، په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې به ولسمشریزي او پارلماني ټاکنې په شفافه توګه تر سره شي.

له فساد سره پر مبارزې باندې ټینګار

کوبیز وویل چې که څه هم په وروستیو وختونو کې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو څه هڅې کړې دي، خو د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په حواله په دې برخه کې لا ډیرو اقداماتو ته اړتیا شته.

هغه وویل چې له فساد سره د مبارزې بهیر باید د افغانانو رضایت جلب کړي، نړیوالو مرستندیو ته ډاډ ورکړي او پانګونو ته لاره اواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخیلوال، دا خبره ومنله چې اوس هم په افغانستان کې فساد موجود دی. هغه هم په دې برخه کې د لا سختو اقداماتو غوښتنه وکړه. زاخیلوال وویل: «فساد اوس هم یوه لویه ستونزه ده. موږ په دې خبره باندي اعتراف کوو چې دغه موضوع زموږ اعتبار ته تاوان رسوي. دغې موضوع د مرستو مؤثریت او زموږ د ادارې قانونیت ته تاوان رسولی دی.»

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې افغانستان له نړیوالو مرسته په ملاتړ ډیره اوږده لاره ووهله او اوس پر خپلو پښو د درېدو پر لور روان دی.