په کابل کي د با کيفيته درملو نندارتون
۱۳۹۲ شهریور ۱۳, چهارشنبهدغه نندارتون چي درې ورځي به دوام وکړي موخه ئې د افغانستان صحی سکتور ته د با کيفيته درملو معرفي کول دي. دا په داسي حال کي ده چي افغانستان ته د بې کيفيته درملو وارداتو دغه هيواد له ستري ستونزي سره مخامخ کړی دئ.
د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خوني د اجرايوي هيئت رئيس قربان حقجو د دغه نندارتون په پرانيست غونډه کي له پانگوالو څخه وغوښتل چي هيواد ته د با کيفيته درملو په وادولو کي کوښښ وکړي :«له نېکه مرغه موږ په دغو غورفو کي د اروپايي شرکتونو درمل په ځانگړې توگه آلمان دا وړاندي کړي دي. هيله مند يو چي پانگوال به په دغه برخه کي خپله پانگونه وکړي.»
د حقجو په خبره هغه بر رسۍ چي د درملو په برخه کي په بازار کي ترسره سوي دي ښيي چي په سلو کي ۴۰ سلنه درمل چي په دغه هيواد کي پلورل کيږي بې کيفيته او تر تاريخ تيري دي.
د افغانستان د سوداگرۍ خوني د شمېرو له مخي اوس يوازي په سلو کي دوه سنله درمل په افغانستان کي توليديږي او ۹۸ سلنه نور د اړتيا وړ درمل له پاکستان، ايران او ارپايي هيوادونو څخه وارديږي.
د حقجو زیاته کړه چي د ورځي نزدې ۱۰۰۰ افغانان هند او پاکستان ته د تداوۍ له پاره ځي. هغه وويل چي د ناروغيو د درملني له پاره هره ورځ نزدې دوه ميليونه ډالره دغو هيوادونو ته لېږدول کيږي.
حقجو له افغان دولت څخه وغوښتل چي د عامي روغتيا په برخه کي ډيره پانگونه وکړي.
د با کيفيته درملو تلاش
په دغه نندارتون کي چي په مختلفونو غرفو کي درمل نندارې ته وړاندي سوي دي یوه غرفه ئې د آلمان هيواد هم ده.
دغي غرفې د اکثره ننداره کوونکو پاملرنه ځان ته را اړولې ده. ځکه چي په افغانستان کي آلماني درمل ډېر شهرت لري.
د منصوري فارما شرکت رئيس آرش منصوري، د درملو په دغه نندارتون وايي چي هغه د آلمان هيواد د درملو جوړولو له یوه مشهور شرکت درمل را وردوي. د هغه په خبره د دغو درملو کيفيت هم لوړ او هم ئې بيي ډيري ارزانه دي.