1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د افغانستان د نړيوال کنفرانس اصلي هدف څه دي؟

۱۳۸۹ تیر ۲۶, شنبه

د آلمان د دفاع وزير:« « دا کنفرانس خورا اهميت لري. د هغه اصلي موخه دا ده افغانان هم د خپل هيواد په ثبات کي ونډه واخلي. دا نه شي کيداي چي دا پيټي يواځي د نړيوالي ټولني په اوږو کيښودلي پاتي شي.»

https://p.dw.com/p/ONr6
د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ
د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګانځور: AP

د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ پرون د افغانستان په شمال کي د خپلو سره تيرو سره له نژدي وليدل. له هغي وخت څخه را په دي خوا چي د سوسيال مسيحي اتحاد دغه سياست وال د دفاع وزارت چاري په غاړه اخيستي دي، دا څلورم ځل دی چي افغانستان ته سفر کوي.

د هغه دا سفر يواځي څلور ورځي مخکي په کابل کي د افغانستان د نړيوال کنفرانس څخه ترسره شوه . په دغه کنفرانس کی د آلمان د بهرنيو چارو د وزير ګيدو وستر ويله تر څنګ د دفاع وزير، څو ګوتنبرګ هم ګډون کوي.

څوګوتنبرګ په شمال کي د آلماني سرتيرو سره د ليدني کتني په مهال خبريالانو ته وويل: « دا کنفرانس خورا اهميت لري. ښکاره ده چي دا د هغه يو کنفرانس دوام دی چي مونږ د روان ميلادي کال په پيل کي په لندن کي درلود. دغه نوي کنفرانس په دي وجه نيول کيږي چي افغانان هم د خپل هيواد په ثبات کي ونډه واخلي. دا نه شي کيداي چي دا پيټي يواځي د نړيوالي ټولني په اوږو کيښودلي پاتي شي.

څو ګوتنبرګ خپلو سرتيرو ته وويل چي دی د دی «لپاره راغلي تر څو هغوي ته ډاډ ورکړي چي د آلمان حکومت د هغوي له خدمتونو څخه ملاتړ کوي.»

خو په عين وخت کي د دفاع وزير خپلو سرتيرو ته دا هم وويل چي هغوي بايد د يو سخت « سور اوړي» لپاره تياري ونيسي. د سور اوړي څخه د هغه مقصد په افغانستان د جګړي ډګر ؤ. څو ګوتنبرګ په کندز کي د آلماني سرتيرو په قرارګاه کي د خپلي وينا په ترڅ کي وويل چي ياغيان وار په وار خپلي جنګي تکتيکونه بدلوي او له نو مهارتونو څخه کار اخلي. په همدي وجه د آلمان سرتيرو لپاره ننګوني ډيري ستري دي:

ههغه وویل: « د ثبات په اړه مونږ له يو وضعيت سره مخامخ يو، چي په يوه يا بله سيمه کي انديښني را پيدا کوي، چي بايد سړ ي ورسره په پوره احتياط مقابله وکړي. له بلي خوا په افغانستان کي پارلماني ټاکني په مخکي دي. زمونږ دنده دا ده چي له يوی خوا د افغان امنيتی ځواکونو د روزلو پروسي ته دوام ورکړو او له بلي خوا د امنيت په ساتنه کي مرسته وکړو. زمونږ وروستي هدف دا دي چي افغانستان نړيوال امنيت ته بيا ګواښ پيدا نه کړي».

د سپتمبر په مياشت کي په افغانستان کي د ولسي او مشرانو جرګو لپاره ټاکني کيږي. نړيوال امنيتی مرستدوی ځواک، آيساف ژمنه کړي چي د دغو ټاکنو امنيت به خوندي ساتي.

دا چي د افغانستان په شمال کي د آلمان د سرتيرو لپاره هم وضعيت ناخوال شوي دي، آن د اپريل په مياشت کي ښکاره او بربنډه وه: په وخت کي د آلمان دري ستر تيري له ياغيانو سره په نښتو کي ووژل شول او د دفاع وزير څوګوتنبرګ د هغوي د وير په مراسمو په کندوز کي برخه واخيستله. کله چي له دغه وير څخه وروسته هغه بيرته د خپل وطن په لور په لاره وه، بل خبر ورته ورسيد چي څلور نور آلماني سرتيري په جګړه کي ووژل شول. څو ګتبرګ له لاري بيرته افغانستان ته ستون شو. له دغي پيښي سره په آلمان کي دا سياسي بحثونه تند شول چي آيا آلمانی سرتيري په سمو وسلو او پوځي تجهيراتو سمبال دي که نه؟ دي پوښتني ته د دفاع وزير په ځواب کي وويل: «ښکاره ده چي دي. مونږ تر هغه حده چي امکان لرو خپلو پوځ مو سمبال کړي. حتي کله چي مونږ نوي تجهيزات برابرکړي او حتي کله چي لازمي پوځي روزني مو هم سرتيرو ته ورکړي، څو اوني يا مياشتي وروسته کيداي شي چي بيا له يو نوي وضعيت او ننګوني سره مخامخ شو.»

د آلمان د دفاع وزير په دي سفر کي ډير په هغو نوي پوحي وسايلو او تجهيزاتو باندي خبري وشوي چي اوس د افغانستان شمال ته ليږدول شوي دي. په دي وسلو کي هغه توپونه هم شامل دي چي تر 40 کيلو مترو پوري هدف ويشتلي شي. دغي وسلي همدا اوس د جګړي ډګر ته وړاندي شوي دي.

کاي کيستونر/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمدولي اڅکزي