1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل د چاودني د قربانيانو شمیر ۲۷ تنو ته ورسید

۱۳۹۵ آذر ۱, دوشنبه

د اسوشیتد پرس خبري آژانس خبر ورکړی دی چې په کابل کې د شیعه مسلمانانو پر یوه مسجد باندې په برید کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان دي. د طالبانو ویاند په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/2Szg7
Afghanistan Anschlag auf Moschee in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د دوشنبې په ورځ د کابل په لویدیځه برخه کې په باقرالعلوم مسجد کې یو ځانمرګی برید وشو چې عبادت کوونکو ته یې ډیره مرګ ژوبله اړولې ده. که څه هم په لومړي سر کې د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمیر یوازي شپږ تنه ښوول شوی وو، خو د وخت په تیریدو سره د وژل شویو کسانو شمیر ۲۷ تنه ښوول شوی دی.

د کابل د جنایي جرمونو ادارې مشر فریدون عبیدي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د برید په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.

هغه زیاته کړې ده: «موږ اوس په دې اړه څیړنې کوو چې د چاودنې پر مهال ښځې هم په مسجد کې وې او که نه.»

د پیښې یوه عیني شاهد د اریانا تلویزیون ته ویلي دي: «ما خلک ولیدل چې په وینو ککړ ول او چیغې یې وهلې.»

ځایي رسنيو د مسجد انځورونه ښوولي چې ښيښې یې ماتې شوې دي. په سیمه کې اوس ډیر امنیتي ځواکونه هم حاضر دي او امبولانسونه ټپیان او مړي روغتونونو ته لیږدوي.

طالبانو په پیښه کې لاس لرل رد کړي دي. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ هیڅ کله هم پر مسجدونو باندې برید نه دی کړی، دا زموږ په اجندا کې نه شته.»