په کابل د مولن سفر د يوی چادوني تر سيوري لاندي پريوت
۱۳۸۹ تیر ۵, شنبهنن په کابل يوه ستره چاودونه تر غوږو شوه، دا چي د دي چادوني لامل څه دي، حکومتي او غير حکومتي سرچينو مختلفو معلومات ورکړي
دغه چادونه په داسي وخت کي پيښيږي چي د امريکا متحده ايالاتو لوي درستيز مايک مولن کابل کي دی ترڅو خپلو افغان متحدينو ته ډاد ورکړي چي د جنرال ستنلي ميک کريستل له ګوښه کيدو سره سره، د متحده ايالاتو په ستراتيژي کي کوم بدلون نه دي راغلی.
په کابل کي زمونږ د خبريال د معلوماتو له مخي دغه چادونه د بهرنيو چارو د وزرات وداني ته نژدي شوي ده. امنيتي سرچينو هغه ته وويل چي د يوي پوځي نقليه وسيلي «بطري شارت کړي» او د چاودنی سبب شوه.
خو د ناتو تر مشري لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف وياند د فرانس پرس خبري آژنس ته وويل چي په دغه موټر کي يو « ماين» ځاي پر ځاي شوي ؤ. هغه وويل چي دا د طالبانو کومه له حملي سره تړاو نه لري « بلکه ناڅابي پيښه وه.»
په ساحه کي عيني شاهدانو د فرانس پري خبري آژانس ته وويل چي د دغي چادوني له امله مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوي. د رويتر خبري آژانس په خپل رپوټ کي وويل چي د افغاسنتان د ملي پوځ په دغی نقليه وسيله کي چي يو ماين په کي « بار» ؤ د چادوني له امله « افغان موټر چلونکي» وژل شوي دي. خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند، ظاهر عظيمي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي « موټر چلونکي د تحقيقاتو لپاره » نيول شوي دي.
دغه پيښه په کابل له افغان چارواکو سره د امريکا متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز امير البحر مايک مولن د ليدنه کتنه سمدلاسه تر سيوري لاندي ونيوله.
مولن له جمهور رييس حامد کرزي سره په ليدنه کتنه غواړي چي هغه ته ډاډ ورکړي چي د جنرال ميک کريستل د ګوښه کيدو سره سره، امريکا متحده ايالات د افغانستان د ستراتيژي په ژمنه باندي تينګ ولاړ دي او په دغي ستراتيزي کي کوم بدلون نه دي راغلي.
مولن پرون له واشنګتن څخه د افغانستان اوپاکستان په لور تر خوځيدو مخکي وويل: « زما پيغام روښانه دي، زمونږ په ستراتيزي کي هيڅ بدلون نه دي راغلي.»
هغه يوه ورځ وروسته له هغي دا خبره وکړه چي جنرال ميک کريستل د سپيني ماڼي د مشرانو په نسبت په يو مجله کي د «سپکاوي» ډوله تبصرو له امله له خپلي دندي څخه ګواښه کړاي شو.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: احمد ولي اڅکزی