په کابل او کندز کي د ملی اردو پر عسکرو بريدونه سوي
۱۳۸۹ آذر ۲۸, یکشنبهلومړی بريد په کندز کي د افغانستان د ملي پوځ د سرتيرو د جلب او جذب پر مرکز وسو.
په دغه بريد کي د افغان پوځ د څلورو سرتيرو د وژل کيدو پخلی سوی دی.
د کندز مرستيال والي ښاغلي دانش دويچه ويله ته وويل چي دغه بريد د څلورو ځانمرګو بريد کونکو له لوري تر سره سو چي په پايله کي يي واړه بريده کونکي هم ووژل سول.
ور پسي د يو ساعت په توپير د کابل – جلال آباد پر لويه لاره د پوليسو د نهمي حوزې مخ ته د ملي اردو د سرتيرو پر يوه قافله بريدوسو.
په سيمه کي عيني شاهدانو وويل چي درې بريد کونکي د واټ څنګ ته پټ سوي ول او کله چي د ملي پوځ د سرتيرو د املې موټر له سيمي د تيريدو په حال کي وو پري يي ډزي وکړي.
په دغه بريد کي د پوځ څلور سرتيري ژوبل سوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وويل چي بريد کونکو په ځان پوري چاوديدونکي توکي هم تړلي ول چي له بريد وروسته د ملي پوځ له سرتيرو سره تر لنډي مخامخ جګړې وروسته له پښو وغورځول سول.
د عظيمي په وينا د ژوبل سوو څلورو سرتيرو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او د شهيد سردار محمد داود خان روغتون ته ليږدول سوي دي.
په ورته وخت کي په سيمه کي د کليم الله په نامه يوه عيني شاهد وويل چي بريد کونکو لومړی د سرتيرو د سپرلۍ پر بس موټر ډزي وکړې او ګڼه مرګ ژوبله يي واړوله.
هغه وويل چي د وژل سوو سرتيرو شميره تر هغه زياته ده چي چارواکي يي ښيي.
په کابل او کندز کي د ننيو غبرګو بريدونو پړه طالبانو په غاړه اخيستي.
د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کي دويچه ويله ته له ناڅرګند ځای څخه د ټليفون په کرښه رسنيو ته ويلي چي دغه بريدونه د دوی د پلويانو له لوري تر سره سوي دي.
په کندز او کابل کي دغه بريدونه په داسي محال تر سره کيږي چي تيره ورځ د جرمني لومړۍ وزيري د افغانستان له کندز ولايت څخه ليدنه وکړه.
مېرمن ميرکل چي وروسته يي په مزار کي له ولسمشر کرزي سره هم وکتل د افغانستان امنيتي حالت مخ پر ښه والی بللی وو.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل