1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتيکا کي جگړه سوې

۱۳۹۰ دی ۲۰, سه‌شنبه

د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چي نن سهار ٨ بجې نا معلومو وسله والو د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کي د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ پر رياست بريد کړى او اوس هم درنه جګړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/13giv
د چارواکو په حواله یو یاغي لا تر اوسه په جګړه بوخت دی
د چارواکو په حواله یو یاغي لا تر اوسه په جګړه بوخت دیانځور: dapd

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي وسله وال څلور کسان دي، چي ځانمرګي واسکټونه ئې په تن دي، سپکي او دراني وسلي هم ورسره دي.

نوموړى وايي، چي يو ځانمرگي ودانۍ ته د ننوتلو پر مهال وژل سوی دئ او يوه بل ئې په ودانۍ کښي دننه ځان چاودلی دئ. د هغه په خبره يو پوليس هم وژل شوى دئ او جگړه اوس هم روانه ده.

يوه سيمه ييز خبريال خيرالدين ذکي دويچه ويله ته وويل چي د پيښي سيمه ټوله د افغان او بهرنيو ځواکونه له خوا کلابنده شوې ده، او اوس هم پوليس او وسله وال ځانمرګي بريدکوونکي يو پر بل باندي د سپکو وسلو ډزي کوي او هيڅ خبريال ته اجازه نه ورکول کيږي، چي د پيښي سيمي ته نزدې شي او د بريدونو تصويرونه واخلي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته پر ليکه سي.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل