1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ژنيو کې د م. م. د رسيزم يا نژادی توپير پرضد د کنفرانس پر سر لانجه

۱۳۸۸ فروردین ۵, چهارشنبه

اوس اروپا هم په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د رسيزم يا نژادی توپير پرضد پلان شوي کنفرانس ته د بايکاټ ګواښ کوی. کاناډا، د امريکې متحدو ايالتونو او اسراييلو د نه ګډون خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/HJHA
د سهيلی افريقا په دوربان کې د2001 کال جوړ شوی د رسيزم ضد کنفرانسانځور: picture-alliance/ dpa

ډير لويديځ هيوادونه نيوکې کوی چې - ددې ويره شته چې د په اصطلاح « دوربان ريفيو» د پلان شوی کنفرانس څخه چې داځل په ژنيو کې جوړيږی، د منځني ختيځ د کړکيچ لپاره په يو اړخيز ډول ناوړه ګټه واخيستل شی.

د بشری حقونو په نړيوال سياست کې ددغې لانجې په اړه اولريکې ماست - کيرشينګ، د آلمان د بشری حقونو د انستيتوت له مشر هاينر بيليفيلد سره خبرې کړيدی چې ستاسو پام ددې رپوټ ته راګرځوم.

د ملګرو ملتونو د بيلابيلو نړيوالو سرمشريزو څخه هيڅ يو کنفرانس داسې لانجمن نه وو لکه د سهيلی افريقا په دوربان کې د2001 کال د اګست له 31 څخه د سپتامبر تر اتمې پورې جوړ شوی د رسيزم ضد کنفرانس .

د کنفرانس په اجندا کې څرګند شوی ډير هيوادونه لکه ايران، ليبيا، کيوبا، او زيمبابوې له کلونو راپديخوا د ديکتاتوری رژيمونو په توګه پيژندل شوی او د بشری حقونو تر پښو لاندې کوونکي وو. ددې ګواښ کيده چې د کنفرانس د پريکړه ليک په مسوده کې به رسيستی او او انتیسيميتيزمی ازرښتونه ځای ونيسی . که څه هم چې دا ونه شول خو د امريکې متحدو ايالتونو او اسراييلو کنفرانس پريښود او ورڅخه ووتل. د آلمان د بشری حقونو د انستيتوت مشر وايي چې کنفرانس په عمومی ډول د بشری حقونو د بحثونو لپاره د پرمختګ پريکړوني ګامونه رامنځته کړل.

د 2001 کال کنفرانس وکولای شول، دغو خواو ته پام واړوی: د رسيستی ايديالوژۍ په ټولو ډولونو نيوکې وشوې، دې ته په نه پاملرنه چې بیولوژی، کلتوری او يا مذهبې توپيرونه د بشر تر منځ رابرسيره کوی. په تيره بيا اپارتايد، مرييتوب، د مرييو سوداګرۍ، او کولونياليزم ته زيات پام واړول شو. د ملګرو ملتون د بشری حقونو د سيستم په اجندا کې د بومې او ځايي پرګنو او له افريقايي هيوادونو څخه د راغلو کسانو لکه سينتی او روما او د کډوالو حق ته ځای ورکړل شو. دا او د نورو بحث وړ موضوعګانو په باب به د اپريل د مياشتې له 20 نه تر 24 په ژنيو کې د په اصطلاح « دوربان ريفيو» کنفرانس کې خبرې وشی.

Anti Rassismus Konferenz 2001 in Durban
د ملګرو ملتونو مشر کوفی انان په دوربان کې د 2001 کال رسيزم ضد کنفرانس پرانستونکې وينا په حالانځور: picture-alliance / dpa

«له رسيسم سره د مبارزې د عملی پلان غوښتنه ډيرو هيوادونو نه ده ترسره کړی. ښه به وای چې اوس 100 هيوادونو دا عملی کړی وای بيا به موږ ليدلی وای چې دا پلانونه څه ډول بريښی. بيا کيدای شوای چې يوه ريفيو يا څيړنه وشی.خو زه په دقيق شمير اوس نه پوهيږم.خو ښايي چې لږو هيوادونو داسې يو عملی پلان تر سره کړی وی.»

راتلونکی کنفرانس ته د نه ګډون خبرونه لومړی له کاناډا او اسراييلو څخه راغلل. نيوکه په دې کيږی چې د مخکيني کنفرانس د پريکړه ليک په مسوده کې اسراييلو ته په يو اړخيز ډول د شکنجه کوونکی په توګه ځای ورکړل شوی. د بشری حقونو کارپوه بيليفيلد وايي:

« څه شی چې د پريکړه ليک په مسوده کې د اسراييلو پر ضد راغلی، انتی صهيونيزم چې تر شا يي سړی پټ انتیسیميتيزم هم تصورولای شی، دابه په پريکړه ليک کې رانشی.»

که څه هم چې د کنفرانس د پريکړه ليک مسوده لا بشپړه نه ده، د ژنيو کنفرانس ته د ملنډو ګواښ کيږی. له دې امله د ملګرو ملتونو د بشری حقونو کميسارې وروسته له دې چې د امريکې متحدو ايالتونو خپل ليری والی اعلان کړ وويل:

« دا لا زه د ردولو په توګه نه بولم، خو حد اقل دخطر يوه روښانه نښه ده. اروپايي هيوادونه لا معلوم نه دی چې بايکاټ به وکړی او که نه. خو زه فکر کوم چې موږ لا خبرې کولای شو.خو د انتی رسيزم اجندا زموږ لپاره ډيره مهمه ده.»

سهيلا حسرت نظمی
کتونکی: يحيي وردک