په ډاکه کي خلک اعتصاب کولو ته مجبور سوي دي
۱۳۹۱ آذر ۱۴, سهشنبهاعلان
د جنګي جنایتکارانو د محکمې پر ضد د احتجاج په توگه د بنګله دیش اسلامي تندلارو د سه شنبې په ورځ کوښښ وکړ، چي یو دوولس ساعته عمومي اعتصاب کولو ته خلګ مجبوره کړي. د پولیسو یوه ویاند وویل چي په پلازمېنه ډاکه کي اله ګوله کوونکو موټرانو ته اور واچاوه، چي خلګ وبیروي. ډیر مکتبونه تړلي پاته سول. خو بیا ډیر دوکانونه او دفترونه د اسلامي حزب، جمعیت اسلامي د اعتصاب کولو له غوښتني سره سره پرانيستي ول. په ډاکه کي تقریبآ۸۰۰۰ امنیتي ځواک امنيت ساته، چي د کشمکشيو او نښتو مخنیو وکړي. د رسنیو په حواله په ټول هیواد کي خلک بندیان سوي دي.