1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې ګوندي کنګره پیل شوه

۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16fJ3

د چین کمونست ګوند په رسمي ډول خپله ګوندي ملي کنګره پرانیستی ده چې په ترڅ کې به يې د راتلونکو لسو کلونو له پاره د دې ګوند نوی مشر وټاکل شي.

د چین اوسني ولسمشر هوجنان تاو، چې کاري دوره یې مخ پر ختمیدو ده، ویلي دي چې په چین کې به سیاسي ریفورمونه پلي شي. هغه دا هم ویلي دي چې د اقتصاد د بیا متوازن کولو له پاره به خپلې هڅې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په چین کې ټولنیزه ناآرامي، د ثروت د ناسمه ویش او ادارې فساد د ډیریدو په حال کې ده.

هو جیان تاو همداراز وویل چې د چین د کمونیست ګوند له واک څخه نا سمه استفاده کوونکي باید په ډیر شدت سره مجازات شي. په چین کې ګوندي ملي کنګره په هرو پنځو کلونو کې یو وار جوړیږي.