1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې د چپه شوې بیړۍ سپرلۍ لادرکه دي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۱۲, سه‌شنبه

د چین په یانگزی سیند کې یوه مسافر وړونکي بیړۍ ډوبه شوې ده. په هغې کې ۴۵۸ انسانان سپاره وو. تر اوسه یوازې لس کسه ژوندي ژغورل شوي دي. د بیړۍ د مسافرو د ژغورولو له پاره هڅې ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1FaSA
انځور: imago/Xinhua/Xiao Yijiu

داسې بریښي چې په چپه شوې بیړۍ کې ډیر هیجانې صحنې رامنځ ته شوي وي. د چین دولتي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د څلور پوړیزي چپه شوې بیړۍ له دننه څخه د مرستو له پاره غږونه اوریدل شوي دي. داسې ښکاري چې د هغې په داخل کې ژوندي کسان ایسار پاتې شوي وي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د بیړۍ د چپه کیدو وروسته لږ تر لږه د پنځو تنو مړي راایستل شوي دي. د شینهوا، د خبري آژانس د رپوټ له مخې د «ایسټرن سټار» په نوم دغه بیړۍ کې ۴۰۶ چینایي مسافر، د مسافرتي آژانس پنځه کارکوونکي او د عملې ۴۷ تنه سپاره وو. زیاته شوې ده چې دغه کښتۍ له نانکنگ څخه د چونگ کنگ پر لور روانه وه چې د هوبای ولایت په یانگزی سیند کې غرقه شوه.

د ژغورنې کارونه له ستونزو سره مخامخ دي

د چین دولتي تلویزون د بیړۍ د ژوندي پاتې شوي کپتان له خولې خبر ورکړی دی چې بیړۍ له یوه گردباد سره مخامخ شوې ده. هغه د یوې پیښې خبره کړې ده، خو په دې هکله یې نور معلومات نه دي ورکړي. د شینهوا، د خبري آژانس د خبر له مخې په دغه سیند کې د سخت باد او باران له کبله د ژغورنې کارونه له خنډونو سره مخامخ دي.

د چین د دولتي تلویزون د وینا له مخې دغه بیړۍ چې اوږدوالی یې ۷۶،۵ مترو ته رسیږي، په کې ۵۳۴ تنه ځایږي. دغه بیړۍ د هغه یوه شرکت ده چې په سیمه کې د اوبو د درو دره یي بندونو چار چاپیر سیلانیان کښته پورته کوي. ویل شوي دي چې په بیړۍ کې د سپرو مسافرو عمرونه د ۵۰ او ۸۰ کلونو تر منځ دي.

چارواکو ژرغبرگون ښوولی

د چین د حکومت مشر لي کچیانگ او د هغه مرستیال د پیښې سیمې ته سفر کړی دی. د شینهوا خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د چین ولسمشر شي جین پینگ، د ژغورنې د پراخو عملیاتو د پر لاره اچولو امر کړی دی. د چین لومړي وزیر لي کچیانگ، د دولتي شوری یوه کاري ډلې پر دنده گمارلې ده چې د ژغورنې چارې همغږې کړي.