په چیلي کې تر زلزلې وروسته د سونامي خطر
۱۳۹۳ فروردین ۱۳, چهارشنبه
د امریکا د ځمکې پيژندونکي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د چیلې په دې سیمه کې په سیمه ییز وخت د ماښام پر ۸ بجو او ۴۰ دقیقو ډیره سخته زلزله وشوه. تر دې وروسته په سمندر کې د اوبو د څپو موجون هم ډیر لوړ شول.
وروسته تر دې سمدلاسه د سونامي د رامنځته کیدو خبردارۍ ورکړل شو. د چلي د هیواد د کورنیو چارو وزارت وویل چې تر زلزلې شپږ ساعته وروسته وخت پوری د سونامي د رامنځته کیدو ویره موجوده وه.
د ساحلي سیمو اوسیدونکي چې د سونامي له گواښ سره مخامخ ول په بیړنۍ توگه امنو ځایونو ته ولیږدول شول. ویل کیږي چې تر اوسه پوری د دغې زلزلې له امله ۵ تنه وژل شوې او ۳ تنه نور ټپیان شوې دي. تر اوسه پوری په ډیرو سیمو کې وضعه بیرته خپل عادي حالت ته نه ده گرځیدلې.
د چلي هیواد د « ارسیا» د بندري ښار ښاروال اسوشیتد پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د زلزلې له امله یو شمیر خلک په سطحي ډول ټپیان شوې دي خو د ډیر لوې زیان خبر نه دی ورکړل شوی.
نوموړي زیاته کړې ده چې ژغورونکې عملې او مرستندویه ډلو پر خپل وخت ځانونه د زلزلې سیمې ته رسولي ول. د زلزلې شدت دومره زیات وو چې د پیرو او بولیویا په مرکزونو کې يي هم لوړې ودانې لړزولې دي.
امریکايي ځمکه پیژندونکو ویلي دي چې د دې زلزلې مرکز د جلي د «آکویکیو» ښار په ۶۱ کیلو متري کې وو. دا هغه سیمه ده چې د تیرو دوو کلونو راهیسې په کښې ډیرې زلزلې شوې دي.
ویل کیږي چې تر زلزلې یو ساعت وروسته وخت پورې اته نور ټکانونه هم احساس شوي دي چې د یوه شدت يي ۶.۲ ښودل شوی دی. د چلي د ځمکې پيژندنې کارپوه ماریو پيدور، خبرداری ورکړی دی چې د نورو ټکانونو رامنځته کیدل هم له امکانه لري نه پریښي نو له همدې امله باید د ژغورنې عمل لاپسې گړندی شي.
د ځايي رسنیو په حواله د سونامي د راتگ په هکله تر خبرداری وروسته د ځمکې ښویدنې له امله یو شمیر سړکونه وتړل شول او خلک په خپلو موټرو کې بند پاتی شول.
په دغو سیمو کې تر شپږنیم فټه پورې د سمندري سونامي لوړی څپې ثبت شوې دي. پر چلي سربیره د پيرو په هیواد کې هم محفوظو ځایونو ته د یو شمیر خلکو د لیږدلو بهیر روان دی.
همدارنگه د امریکا متحده ایالاتو د هوائي په ایالت کې هم په لوړه کچه د سونامي د رامنځته کیدو خبرداری ورکړل شوې دی. سربیره پر دې په کوستاریکا، نیکارواگوا، ایل سیلوادور، هندوراس، گواتیمالا او مکسیکو کې هم د سونامي د راتگ خطر موجود دی. د نیکاراگوا د چارواکو په خبره په دغه هیواد کې هم ژغورونکي عمله او مرستندویه کارکونکو ته د تیارسې په حالت کې د پاتی کیدو امر شوی دی.