په څو ولاياتو کي د رايو شمېرنه پيل سوې ده
۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبهد تاوتريخوالو او درغليو تر سيوري لاندي راغلي پارلماني ټاکني چي افغانانو په دوهم ځل ولسي جرګې ته استازي وټاکل پای ته ورسېدې.
اوس د رای پاڼو شمېرنه پيليږي چي ښايي تقريبا شپږ اونۍ يعني د اکتوبر تر ۳۱ مي نېټې پوري دوام وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر، فضل احمد معنوي په ټاکنو کې برخه اخيستنه «ډېره ښه» وبلله.
معنوي ويلي دي چي په پارلماني ټاکنو کي د ګډون کچه د تير کال د ولسمشريزو ټاکنو په پرتله لوړه وه.
د هغه په خبره تر غرمې پوري په سلو کي ۳۲ کسانو خپله رايه کارولې وه.
د ولسي جرګې له ۲۴۹ چوکيو څخه ۶۸ د ښځو لپاره بېلي سوي دي. په ټوليز ډول تر دوو نيم زرو څخه زيات کسان ټاکنو ته ولاړ ول.
خو د ترينګلې امنيتي وضعي له کبله د هيلو پر خلاف نسبتاً ډېر انتخاباتي مرکزونه تړلي پاته سول.
د ۵۸۱۶ مرکزونو له جملې څخه ويل کيږي د ۴۶۰ په اړه د ټاکنو کمېسيون معلومات نه درلودل چي آيا هغه پرانستل سوي دي که نه.
خو د ټاکنو خپلواک کميسيون تر ټاکنو وړاندي هم اعلان کړی و چي تر زرو ډېر مرکزونه به د ګواښونو له امله تړلي پاته وي.
آژانسونه/ نسيم صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل