په ځنګله کي د فارک ياغيانو ورځنی ژوند
د فارک ياغيان له تيرو۵۲ کالو راهيسي د کولمبيا حکومت پر ضد جنګيږي. اوس سوله ډېره نژدې سوې ده. د دغو ياغيانو ژوند تر جګړې علاوه نور اړخونه هم لري. انځورونه يې دلته کتلای سئ:
فوټبال کول
د فارک ياغيان هم د کولمبيا د نورو اوسېدونکي په شان له فوټبال سره ډېره مينه لري. دا چي فارک ياغيان په ځنګله کي ژوند کوي نو هلته د فوټبال لوبغالي او ميدانونه نسته. له همدې کبله دغه ياغيان له يوه پټي څخه د فوټبال د ميدان کار اخلي او په خپل پوځي يونيفورم کي لوبه کوي.
په ځنګله کي عصري تخنيک
د فارک ياغيان هم دې ته وخت پيدا کوي چي د خپل ګرځنده کمپيوتر په مرسته انټرنټ ته داخل سي. په داسي حال کي چي د نړۍ اکثره انسانان په انټرنټ چايخانو يا د خپل کور په يوه خونه کي له انټرنټه کار اخلي، د فارک دغه ياغي په ځنګله کي له انټرنټ څخه خوند اخلي.
په ځنګله کي د کالو پرېوللو ورځ
د بلي هري جګړه کوونکې ډلې په شان د فارک ياغيان هم پر نظم او نظافت ډېر ټينګار کوي. دا چي په ځنګله کي برېښنا او د کالو مينځلو ماشينونه نه سته نو هغوی کالي په لاسونو مينځي.
سلماني
که څه هم چي د وېښتانو سمول د فارک ياغيانو له پاره کوم مکلفيت نه دی، خو هغوی په منظمه توګه خپل وېښتان کوچني کوي. د دغه یاغي ټول وېښتان غټ ماشينيږي چي په ځنګل او ګرمي کي ځان بيا هم ښه احساس کړي.
د ځنګلي خنځير کباب
د فارک ياغيان خپله غذا زيات وختونه د ځنګلي حيوانانو په ښکارولو سره برابروي. په دغه انځور کي د فارک عسکر يو ځنګلي خنځير الوۍ کوي. دغه حيوان به د تقريبا ۲۶ ياغيانو له پاره څو ورځي غذا وي.
د فارک جوړې
دوه ياغيان جوليانا او الېکس د کولمبيا په يو مخفي ځنګلي کمپ کي تفريح لري. د سولې راتګ به په دغه جوړه کي زيات بدلون راولي. خو هغوی له فارک سره د ملګرۍ د وخت په هکله وايي چي د بېلګی په توګه درملنه او خوراک يې مفت ول او هيڅ پيسو ته يې اړتيا نه لرله.
د سولې او ماشوم په تمه
دغه ياغي مېرمن له يو اړخه سولې ته خوشاله ده او له بله خپل راتلونکي اولاد ته. هغه هيله لري چي اولاد به يې په يو داسي کولمبيا کي نړۍ ته راسي چي له لسيزو راهيسي روان کړکېچ به يې پای ته رسېدلی وي. خو دغه ارمان به يوازي هغه وخت پوره سي چي د فارک ياغيان په ټولنه کي مدغم سي. د کولمبيا حکومت غواړي چي د بخښني د قوانينو په مرسته د فارک ياغيانو له پاره د سزا حدود راکښته کړي.
د فارک ياغيانو له پاره هلي ځلي
تانيا نيماير له ۲۰۰۲م کال راهيسي د فارک ياغيانو د ډلې غړې ده. هغې د وخت په تېرېدو سره په دغه ډله کي لوړ مقامونو ته ځان ورساوه. د کولمبيا له حکومت سره همدغې مېرمني د فارک ياغيانو په استازيتوب د سولي تړون خبري اترې وکړې.
د خوښۍ احساس
د کولمبيا له حکومت سره د سولې تړون تر لاسليک کېدو دمخه د دغه تړون پر متن د ياغيانو په کنګره کي جر و بحث او سلامشورې وسوې. د فارک دغه کنګره د سياسي موضوعاتو تر څنګ د خوښۍ او کلتوري غونډو له پاره هم کارول کيږي. د تړون له مخي به فارک منحل او بې وسلې کيږي.
د جنګ وخت ـ د سولې وخت
يامي يوه جنګيالۍ ده چي د فارک په کنګره کي د ګدون پر وخت يې د پوځي يونيفورم پر ځای ملکي کالي اغوستي ول. ښايي دا د سولي تر تړون وروسته د راتلونکي ملکي ژوند له پاره د هغې يو تمرين هم وي.