1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پیښور کې ځانمرګي برید ۱۴ تنه ووژل

AFP/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۳۱, جمعه

د خیبر پښتونخوا ایالت پیښور کې په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال، ځانمرګي برید ۱۴ تنه وژلي او شاوخوا د شلو څخه زیات یې ټپیان کړي دي. لا تر اوسه د بمي برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

https://p.dw.com/p/18tyM

د پیښې له ځای څخه د شفيع الله په نوم د پولیسو یوه تن لوړپوړي چارواکي د فرانسې له خبرې آژانس سره په خبرو کې وویل: «دا یو ځانمرګی برید وو، چې ۱۴ تنه یې وژلي او ۲۵ یې ټپیان کړي دي.»

نوموړي چارواکې زیاته کړه: «ځانمرګی برید کوونکی پیاده روان وو چې په لومړي سر کې یې د پولیسو پر هغه ساتونکي ډزې وکړې چې د جومات د باندې یې پیره کوله، تر هغې وروسته دغه برید کوونکی جومات ته ننوت او ځان یې والوزوه.» دغه برید د شیعه ګانو په جومات کې رامنځ ته شوې ده.

دغه پیښه پیښور ښار ته نزدې په ګلشن کالونۍ کې چیرې چې ډیرې شیعه مذهبه میشت دي، رامنځ ته شوې ده. په دغه ځای کې د جومات سربیره یوه مدرسه هم موقعیت لري. د شوکت خان او عمران شاهد په نوم د پولیسو دوو نورو چارواکو هم دغه پیښه تایید کړې ده.

د پیښور د لیډي ریډنګ، روغتون د جمیل شاه په نوم یوه تن چارواکي تر دې دمخه نوموړي خبري آژانس ته ویلي ول، چې د اوو کسانو جسدونه له دغه ځای څخه راایستل شوي دي.

لا تر اوسه د دغه بمي برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په پاکستان کې مذهبي تاوتریخوالي پیښې چې شیعه مذهبه پکښې په نښه کېږي، په تیرو وختونو کې کچه مخ په ډیریدو ده. د پاکستان د نفوس ۲۰ سلنه شیعه ګان جوړوي.

تر دې دمخه پر شیعه مذهبو باندې د یو لړ تر سره شوو بریدونو پړه سني افراط پالې ډلې لشکر جهنګوي، پر غاړه اخیستې ده.

پر دې سربیره پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ د باجوړ په قبایلي سیمه کې د حکومت پلوه لښکر دوه تنه غړي د وسلوالو یاغیانو له لوري د هغوی پر کورونو باندې د برید په پایله کې وژل شوي دي. د باجوړ قبایلي سیمه له افغانستان سره ګډه پوله لري.

د عبدالحسیب په نوم یوه تن چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، چې د باجوړ مرکز خار ته څیرمه په لسګونو یاغیانو د دغو کسانو په کورونو باندې برید کړی دی. د عبدالحسیب په وینا په دغه برید کې د حکومت پلوه لښکر د دو مشرانو سربیره د حکومتي ملیشې دوه تنه ټپیان شوي هم دي.