1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتیا کې طالبانو د ملي اردو درې تنه سرتیري وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعه
https://p.dw.com/p/15wEK

افغان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دئ چې د افغانستان په پکتیا ولایت کې طالبانو د ملي اردو درې تنه سرتیري تر برمته کولو وروسته وژلي دي. د پکتیا ولایت د جنایي جرمونو د شعبې امر محمد زمان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې طالب یاغیانو د ملي اردو د سرتیرو موټر هغه وخت ودراوه کله چې دوی د احمد خلیل ولسوالۍ پر لور خپلو کورونو ته روان وو.

د هغه په وینا دغه کسان بیا وروسته وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې د دغه کسانو جسدونه تیره شپه ناوخته د سړک په غاړه موندل شوي دي. د نوموړي ولایت د والي د مرستیال عبدالرحمان منگل هم دغه پیښه تائید کړې ده او د پیښې پړه ئې پر طالبانو ور اچولې ده. د دولتي ارقامو پر اساس د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۸۳۵ تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.