په پکتيکا کې يو تن پوليس او دوه تنه مشکوک طالبان وژل شوي دي
۱۳۸۵ اسفند ۲۴, پنجشنبهاعلان
په دغه نښته کې د پکتيکا د والي د وياند محمد غمي په وينا دوه تنه بريدکونکي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه د پکتيکا په وازی ها نومي سيمې کې رامنځ ته شوې ده. په کندهار کې دوو تنو طالبانو د پوليسو په يو افسر باندې ټکان وکړل کله چې دی خپل کور ته روان و. د پوليسو يو بل صاحب منصب نظير احمد وويل چې نوموړي پوليس ځوابي ډزې وکړې چې په پايله کې يو تن بريدکونکی ووژل او يو بل ټپي شو. د امريکا تر مشرۍ ائيتلافي ځواکونو په عين حال کې څلور تنه نيولي دي. په دوی باندې تور لگول کېږي چې له بغاوت کونکو سره يې له پولې څخه په اوښتلو کې مرسته کړې ده. له نيول شويو سره پيسې او وسلې پيدا شوي دي.