په پکتيکا کي ۳۰ عرب جنگيالي او فارياب کي څارنوال وژل سوی
۱۳۹۴ خرداد ۲۱, پنجشنبه
د پکتيکا ولايت وياند نبي الله پيرخېل ويلي دي چي د پنجشنبې ورځي په سهار وختي د دغه ولايت د خوشامند ولسوالۍ په معروف خېل سيمه کي پر دوو موټرو باندي چي عرب جنگيالي پکښې سپاره ول د بهرنيو الوتکو په هوايي بريد کي ۳۰ دباندني جنگيالي وژل سوي دي.
د پکتيکا د ولايت له خوا په خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي په دغه هوايي يرغل کي ملکي وگړو ته زيان نه دی رسېدلی.
د راپورونو له مخي د افغانستان په ختيځ او لوېديځ کي په سوريه او عراق کي فعاله تروريستي ډله «اسلامي دولت» د جنگياليو په جلب و جذب بوخته ده. پکتيکا د پاکستان له قبائيلي سيمي سره اوږد سرحد لري.
په فارياب کي د څارنوال وژنه
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال بريالي بشريار ويلي دي چي د دغه ولايت د شيرن تگاب ولسوالۍ څارنوال حمدالله خان په خپل موټر کي وژل سوی دئ.
د هغه په خبره څارنوال هغه مهال ووژل سو چي له کوره څخه دفتر ته روان وو او په موټر پوري يې تړل سوی بم وچاود. بشريار د دغي پيښي پړه پر وسله والو طالبانو اچولې. خو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.
شيرين تگاب ولسوالي له ترکمنستان هيواد سره په سرحد کي پرته ده او ويل کيږي چي په دغه سيمه کي پر افغان ياغيانو سربيره د ترکمنستان ناراضيان هم مېشت دي.