1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتيا کې ۱۹ تنه ماین پاکان تښتول شوي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ فروردین ۳۱, دوشنبه

افغان سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې طالب وسله والو په پکتيا ولايت کې ۱۹ تنه ماین پاکان تښتولي دي. دا په افغانستان کې د سړي تښتوني تازه پیښه ده.

https://p.dw.com/p/1FB5X
انځور: Fardi Waezi/UNAMA

رویټرز خبري آژانس د پکتیا ولایت د مرستیال والي عبدالولي سهي، له قوله لیکلي دي چې طالب وسله والو د یکشنبې په ورځ د گردیز په اطرافو کې دغه کسان هغه وخت وتښتول، چې د ماین پاکې د یوې سیمې سروې یې کوله.

د سهي په وینا تښتول شوي کسان د ستېرلینگ، په نوم د افغانستان د ماین پاکۍ موسسې کارکوونکي ول. دغه شرکت په ټول افغانستان کې د ماین پاکې پروژې پر مخ وړي. د سهي په وینا طالبانو دغه کسان د زرمت ولسوالۍ ته چې زیاتره برخه یې د هغوی تر کنترول لاندي ده بیولي دي. خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

مرستیال والي ويلي دي: «موږ هڅه کوو چې دغه کسان په سیمه کې د مخورو په منځگړتوب آزاد کړو.»

په افغانستان کې د طالبانو پر خونړي تاوتریخوالي سربیره اوس سړي تښتونه په یوې عامي ستونزي اوښتي ده چې له کبله یې ډیر خلک په لویو لارو باندي د سفر کولو څخه ویره لري.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر د یوې اعلامې له مخې وسله والو کسانو چې په غزني ولایت کې څلور تنه هزاره گان تښتولي ول، د شنبې په ورځ یې د هغوی سرونه پریکړي دي.

دغه کسان د تیري سه شنبې په ورځ هغه وخت وتښتول شول چې د خوراکي موادو د رانیولو له پاره یې سفر کاوه. د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د دغو کسانو د سرونو پریکول «د یوه غیر انساني او نه بخښونکي» عمل په توگه ياد کړی دی.

نور ۳۱ هزارگان چې په فبرورۍ میاشت کې تښتول شوي دي، تر اوسه پوري لا ورک دي. افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ د سنا مجلس استازو ته ویلي دي چې د دغو کسانو د آزادیدو په هکله امیدواري شته، خو دا چې دغي پروسې ته زیان و نه رسیږي، نو په دې هکله یې د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.