1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتيا کې له ژرندو، د بریښنا کوټ په توگه گټه اخیستل کیږي

۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبه

د پکتيا ولایت په يو شمېر ولسواليو کې د ملي پيوستون په چوکاټ کې کوچني بريښنا کوټونه جوړ شوي دي، چې د ځايي مسوولينو په خبره، ښه نتيجه يې ورکړي او د نورو سيمو خلک هم د ورته پروژو غوښتنه کوي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/17NlN
انځور: Jan Zalud-CC BY-NC-SA 2.0

د پکتيا د کليو د پراختيا او بيا رغاونې رئيس انجينر رحمت الله سروري، له المان غږ راډيو سره په يوه مرکه کې وويل، چې دا مهال د پکتيا په ځاځيو اریوب او جني خېلو، ولسواليو کې د اوبو بريښنا پروژې روانې دي او په نزدې راتلونکي کې به يې د جوړونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي:

«د دې پروژو جوړښت په دې ډول دى، چې په سيمه کې تخنیکي انجينران په کليوالي ژرندو کې (ډېنامو) او نور تخنيکي توکي نصبوي او وروسته يوه ژرنده کولاى شي، چې په يوه وخت څلوېښتو کورنيو ته ٢٤ ساعته بريښنا ورکړي.»

نوموړى زياتوي چې په ځينو سيمو کې داسې هم شوي دي، چې ژرنده لويه او اوبه يې ډېرې وي، نو تر دې څو برابره ډېرو کورنيو ته هم بريښنا رسولى شي او په خبره يې، دا وخت د اريوب ځاځيو په ولسوالۍ يوه ژرنده ٣٠٠ کورنيو ته بريښنا ورکوي.

پخوا به په آلمان کې هم له بادي او د اوبو له ژرندو کار اخیستل کیده.
پخوا به په آلمان کې هم له بادي او د اوبو له ژرندو کار اخیستل کیده.انځور: picture-alliance/dpa

هغه وايي، دا پروژې په ډیر کم لګښت جوړيږي او له هرې ژرندې څخه د بريښنا د توليد لپاره، له څلوېښت زرو نيولای تر ٦٠٠ زرو ډالرو لګښت ته اړتيا ده.

د پکتيا د کليو د پراختيا رياست مسوولين زياتوي، چې دا پروژې په هغه سيمو کې ښه نتيجه ورکوي، چې غرنۍ وي او يا هم په دوامداره توګه روانې اوبه ولري.

ځاځي اريوب او جني خېل دواړه غرنۍ ولسوالۍ دي، چې زياتره برخې يې په ځنګلونو پوښل شوي او په ويالو کې دوامداره روانې اوبه لري.

فرید الله ظاهر/خوست
کتونکی: سید ریاض