1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پيښور کي د امريکا د متحده ايالاتو پر کونسلګرۍ باندي وسلوال بريد سوی

۱۳۸۹ فروردین ۱۶, دوشنبه

ديوه وروستي خبر له مخه په دغه پېښه کي د درو تنو بريد کونکو په شمول لږ ترلږه شپږ کسه وژل سوي دي.خو په وژل شو کسانو کي امريکایان نسته...

https://p.dw.com/p/MnVX
د پيښور د ننی بريدونو اځور
د پيښور د ننی بريدونو اځورانځور: AP

دغه خبر د آلمان د خبر رسولو آژانس dpa ، دهغه کسانو له خولې څخه خپور کړی دی ،چي حالات يي پخپلو سترګو لیدلي دي. آژانس له پیښوره څخه په خپل رپوټ کي وايي، چي په لومړي سر کي سختي ډزي واوريدل سوې، او لږ څه وروسته د ودانۍ په شاوخوا کي لږ تر لږه دري چاودني او بیا په یوه وروستي خبر کي دڅلورو چادونه څخه خبري سوي.

لکه څنګه،چي په خبر کي ويل کیږي، په دغه عملیاتو کي له لسو څخه تر پنځلسو کسانو پوري تندلاروګډون درلود. په پيښور کي د امریکا د متحده ايالوتونو دکونسلګرۍ پر وداني باندي بريدپه اسلام آباد کي د امريکا دسفا رت له خوا تايد سوی دی، خو تردې محاله پوري ددغه عملیاتو له امله د تلفاتو په هکله دسفارت له خوا کوم خبر ندی خپور سوی.

پيښور دخيبر پښتونخوا د ایالت مرکز بلل کیږي، په پيښور کي د امریکا دمتحده ايالتونو دکونسلګرۍ پر ودانۍ باندي د ګوماني تند لارو د بريد څخه يو ګړی دمخه د پيښور په بر دير کي د ځانمرګي د یوه ګوزار په پېښه کي لږ تر لږه 38 يا څنګه چي د رويتر د خبررسولو آ ژانس په يوه وروستي رپوټ کي ويل کیږ ي ښايي 41 تنه په دغه پېښه کي وژل سوي اوله 80 څخه زيات کسان ټپیان سوي وي.

دغه پېښه په داسي يوه وخت کي سوې،چي په بردير کي د عوامي نشنل ګوند یوه غونډه روانه وه. عوامي نشنل ګوند، چي يو قومي ګوند بلل کیږي غواړي، چي دین له سیاست څخه جلاوي، د تند لارو طالبانويوه مخالفه ډله بلل کیږي،او د افغانستان پولو ته نژدې، دهغه پوځي عملیاتو څخه ملاتړ کوي، چي د پاکستان دپوځ له خواد طالبانو پر ضد کیږي.

يو تن سراج اپرېدي د رويترس آژانس ته خپل د سترګو ليدلی حال داسي بيان کړی. «ماوليده چي د امریکا د متحده ایالتو دکونسلګرۍ پر یوه امنیتي پوسته باندي بريد کونکي په دو موټروکي سپاره ول. دوي، چي په درنو سلاو سره سمبال و، په لومړي سر کي يې پر هغه امنیتي پرسونل باندي ډزي کړي، چي دکونسلګرۍ ساتنه يي کوله او بيا وروسته چاودني شوي.»

ددې پیښي څخه وروسته سمدستي دکونسلګرۍ شاوخواسيمه محاصره سوې او د مراجعينو پر مخ د کونسلګرۍ دروازې تړل سوي او څرخي الوتکو د ودانۍ د پاسه د حالاتو څارنه کول. په یوه رسمي خبر کي له دې څخه هم خبري سوي، چي د پيښي ګوماني مسولين نیول سوي دي.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل